پاکستان پر ښوونځي د برید په تړاو شکمن نیولي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره اونۍ پېښور کې پر ښوونځي له مرګوني برید سره د تړاو لرلو په تور پولیسو یوشمېر شکمن کسان نیولي دي.
تېره اونۍ پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو خونړي برید کې لږترلږه ۱۴۱ کسان ووژل شول، چې ۱۳۲ یې زده کوونکي وو.
د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي، استخباراتو د پېښور برید ته ورته یو بل برید کشف کړی دی.
پاکستاني طالبانو پر ښوونځي د برید مسؤولیت اخیستی و، او ویلي یې وو، چې دا برید یې په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د پوځ د بریدونو د غچ اخیستو په مقابل کې کړی.
پر ښوونځي اوو بریدګرو برید کړی و، چې ټول ووژل شول.
تر برید وروسته، په ټول پاکستان کې درې ورځي ملي ویر اعلان شو، چې وروسته د پاکستان حکومت د برید په تړاو شپږ نیول شوي تورن کسان سم لاسي اعدام کړل.
'ناانساني برید'

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلي خان وویل: "د هېواد له بېلابېلو برخو مو داسې استخباراتي راپور ترلاسه کړی، چې اورپکي د یوه بل ناانساني خونړي برید پلان لري."
دی وايي، د نیولو شویو شکمنو هویت اوس نه شي په ډاګه کولی.
د تېرې یکشنبې پر ورځ زرګونه پاکستانیان هغه ښوونځي ته ورغلل، چې تېره اونۍ پکې مرګونی برید شوی و، او د وژل شویو په غم وژړېدل.

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستان په تېره یکشنبې فیصل اباد کې څلور کسان اعدام کړل. دوی په زندان کې هغه بندیان وو، چې د اعدام سزا ته یې شېبې شمېرلې.
دغه څلور اعدام شوي کسان په ۲۰۰۳ کال د مخکني ولسمشر پرویز مشرف د وژنې پر یوې دسیسې تورن او مجرم پېژندل شوي وو.
په اعدام شویو یې د اخلاص اخلاق په نامه یوه تورن د پاکستان او روسیې دوه ګونی تابعیت لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service
درې نور تورن د پاکستاني رسنیو له خوا د غلام سرور، زبیر احمد او رشید تیپو په نومونو یاد شوي دي.
د تېرې جمعې پر ورځ هم دوه کسان اعدام شول.
د نویو اعدامونو په اړه ملګرو ملتونو پخپل غبرګون کې ویلي وو، چې پاکستان باید نور له اعدامه لاس واخلي.








