پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو برید ۱۳۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې یوه ښوونځي ته په وسلو سمبال نهه یا لس وسله وال کسان ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه کړې، چې د ۱۰۰ زده کوونکو په ګډون یې ۱۳۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې زیاتره د ښوونځي زده کوونکي دي.
نوموړی وايي، د ۶۰ وژل شویو مړي سي ایم ایچ او ۲۴ نور مړي د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي، او په دواړو روغتونونو کې تر ۸۰ ډېر ټپیان هم بستر شوي دي.
پوځ وايي، تر اوسه یې له ښوونځي نه ۵۰۰ زده کوونکي ایستلي دي، خو داسې کره مالومات نه لري چې هلته څومره کسان بند پاتې دي.
د لیډي ریډینګ روغتون د ایمرجنسي برخې مسؤول بي بي سي ته ویلي ''په ټپیانو کې ماشومان او لویان دواړه دي.''
برید د سې شنبې پر ګهیځ په ورسک روډ پراته (آرمي پبلېک سکول) شوی، چې چارې یې د پوځ له لوري مخته وړل کېږي.
په دې ښوونځي کې د یوه زده کوونکي پلار ویلي، له خپل زوی سره یې د تیلیفون پر کرښه دا معلومات ترلاسه کړي، چې شپږ وسله وال ددوی د ښوونځي انګړ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.
تحریک طالبان پاکستان ویاند بي بي سي ته ویلي، دا برید د دوی جنګیالیو د اورپکو پرضد د حکومت د عملیاتو په غچ اخیستو کې کړی دی.
ددغه تحریک ویاند محمد عمر خراساني ویلي ''زموږ شپږ جنګیالي ښوونځي ته ننوتي دي.''

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړی زیاتوي دا برید په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب (تورې ګوزار) او په خیبر ایجنسۍ کې د رانو خیبر ون عملیاتو په غبرګون کې شوی دی دی.
ده منلې ده، چې د پاکستاني پوځ په ضرب عضب او خیبر ون پوځي عملیاتو کې ۵۰۰ طالبان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters
د مدثر په نامه یوه عیني شاهد ویلي، د ښوونځي په لوی تالار تقریباً تر سلو پورې زده کوونکي په مراسمو کې راغونډ شوي وو، او په ځینو ټولګیو کې د زده کوونکو آزموینه روانه وه، خو د زده کوونکو شمېر کم و.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني ویلي، اوس وضعیت نژدې کنټرول شوی، او خال خال د وسله والو له خوا ډزې کېږي، خو امنیتي ځواکونو د ماشومانو د حفاظت لپاره د ښوونځي له انګړ نه وتلي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AP








