کرزی: سمې ټاکنې 'ثبات او نېکبختي' راولي

د عکس سرچینه،
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له افغانانو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په راتلونکي (دویم پړاو) کې پراخه برخه واخلي او د هېواد نېکبختۍ لپاره د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د روان غبرګولي پر ۲۴ وشي، چې دوه مخکښ کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله پکې سیالي کوي.
د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې د تېر وري پر شپاړسمه وشوې، خو هېڅ کوم نوماند د بریالیتوب لپاره ټاکل شوې رایې خپلې نه کړې، که څه هم په کاندیدانو کې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر نورو کاندیدانو ډېرې رایې وګټلې، خو ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.
ولسمشر حامد کرزي پخپله اونیزه رادیويي وینا کې، چې په هرو دوو اونیو (۱۵) ورځو کې خپرېږي، د تېر پړاو ټاکنو بهیر ستایلی دی.
نوموړي ویلي، پر ناامنیو او ګواښونو سربېره افغانانو نړۍ ته وښوده، چې له خپلو حقونو به دفاع کوي.
ښاغلي کرزي افغان ولس ته په خطاب کې ویلي "ډاډمن یم چې تاسو به د غبرګولي پر ۲۴ د ټاکنو په دویم پړاو کې پراخ ګډون وکړئ او د خپلې خوښې کاندید ته به رایه ورکړئ".
نوموړی زیاتوي چې سمې ټاکنې او د افغانانو پراخه ګډون هېواد ته ثبات راوستلی شي او امنیت ورسره ښه کېدای شي.




