کرزی: د وینا ازادۍ لپاره مو ډېرې هلې ځلې وکړې

د عکس سرچینه،
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پخپله پنځلس ورځنۍ رادیويي وینا کې د تېرو دیارلسو کلونو په درشل کې د وینا ازادي خپله لویه راسته راوړنه بللې او ویلي دي چې د وینا د ازادۍ لپاره ډېرې هڅې شوې دي.
حامد کرزي پخپله دې څلور نیم دقیقه ییزه وینا کې، چې د ملي رادیو له لارې خپره شوې، ویلي چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې د وینا او رسنیو د ازادۍ لپاره تر خپله وسه هلې ځلې کړې دي.
افغان ولسمشر پخپلو خبرو کې له رسنیو غوښتي، چې د هېواد لوړو ګټو او د سالمو معلوماتو رسولو د دفاع لپاره کار وکړي، چې په وینا یې همدا د رسنیزو فعالیتونو اصلي موخه ده.
حامد کرزي د مدني بنسټونو د ملاتړ او پیاوړي کولو غوښتنه هم کړې ده.
ولسمشر په ټینګار ویلي چې "موږ په تېرو دیارلسو کلونو کې پر موجوده ننګونو سربېره، د وینا او د رسنیو د ازادۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې، او اجازه مو ورنه کړه چې نوې پر پښو ولاړې رسنۍ زیانمنې شي، او یا یې یو څوک مخه ونیسي".
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ په سیمه کې ساری نه لري او د لا نور پرمختګ جوګه کېدونکې دي.
په پام کې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ (غويي ۱۴) افغانستان د وینا د ازادۍ نړیواله ورځ ولمانځي.
دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
د افغانستان ولسمشر ویلي، د ازادۍ ساتلو لپاره باید خبریالان په قانوني چوکاټ کې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم په هوښیارانه ډول کار وکړي او خلک د ملي یووالي، سولې او ټیکاو لپاره هڅې وکړي.

حامد کرزي داسې مهال د وینا د ازادۍ په پلوۍ وینا کړې، چې د ازادو رسنیو د څار د دفتر د راپور له مخې، یوازې تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۶ پېښې ثبت شوې، چې درې په کې د قتل او شپږ نورې د نیولو دي.
له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۰ پېښو کې حکومت ملامت ګڼل شوی، خو د شپږو ناوړه پېښو پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې، په دوو پېښو کې ناټو ځواکونه ملامت شوي او په اتو نورو کې بیا ناپېژاند وسله وال کسان مجرم ګنل شوي دي.
حامد کرزی د ملي رادیو له لارې په هرو پنځلسو ورځو کې پر بېلابېلو موضوعاتو رادیويي ویناوې کوي.








