کرزی: افغان ځواکونه دې ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي

د عکس سرچینه، AP
افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د هغو پایلو هرکلی کړی، چې هېڅ کاندید پکې د کامیابۍ لپاره ټاکل شوې رایې ونه شوای ګټلی.
ښاغلي کرزي د ټاکنو دویم پړاو ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا د چمتووالي هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دواړو کاندیدانو له خوا د تېرو ټاکنو د پایلو منل په هېواد کې "د دیموکراسۍ د ټینګېدو" یوه بېلګه ده.
ولسمشر کرزي دا غبرګون د ولسمشریزو ټاکنو تر وروستیو پایلو وروسته ښودلی دی.
هغه له افغانانو په راتلونکو ټاکنو کې د پراخ ګډون کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېرې پنجشبنې پر ورځ (غویی ۲۵) د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او اعلان یې وکړ چې د دویم پړاو ټاکنو لپاره به پوره چمتووالی ولري.
د افغانستان د ولسمشرۍ له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې یوځل بیا د هېواد ځواکونو او حکومتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې له هر راز لاسوهنې ډډه وکړي او د هېڅ کاندید په ګټه یا زیان له حکومتي امکاناتو ګټه وانخلي.
وړاندې د ټاکنو یوه مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي له ولسمشر کرزي غوښتي وو، چې په راتلونکو ټاکنو کې افغان امنیتي ځواکونه لاسوهنې ته پرې نه ږدي او دی [حامد کرزی] خپله هم بې پرېوالی غوره کړي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې اشرف غني احمدزي ۳۱،۵۶ سلنه رایې خپلې کړې وې، خو ویل یې چې دویم پړاو ټاکنو ته چمتو دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د تېرو ټاکنو د پایلو په غبرګون کې د افغانانو له خوا د واک سوله ییز لېږد لپاره د افغانانو دا هڅې ستایلې دي.
دويم پړاو پايلې
ټاکل شوې وه د ټاکنو دويم پړاو د لومړي پړاو د وروستيو پايلو له اعلان نه دوه اوونۍ وروسته ترسره شي، خو د ټاکنو کمېسيون يې د ځنډ لامل د وسلوالو په يوه بريد کې د دويم پړاو د ځينو مهمو توکو ويجاړېدل په ګوته کوي.
د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به د چنګاښ پر ۱۱مه او وروستۍ پايلې به يې دوه اوونۍ وورسته د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.








