نورستاني دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدل رد نه کړل

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي دوی ورته چمتووالی لري.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي دوی ورته چمتووالی لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د شمېرل شويو رايو د قسمي سلنې له مخې داسې برېښي، چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته وغځېږي، خو په خبره يې بيخي ډاډه نه يو.

ښاغلي نورستاني وويل: ''د اوسنيو پايلو له سلنې داسې برېښي چې امکان لري ياني موږ په شک کې يو چې ښايي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، خو باوري نه يو او هغه وخت موږ باوري کېږو، چې سل سلنه رايې وشمېرل شي. دا به د شنبې تر ورځې بشپړېږي او ولس ته به اعلانېږي''.

د ټاکنو کمېسيون وايي که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته وغځېږي دوی يې ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، کمېسيون د ولسمشریزو ټاکنو د څه دپاسه ۸۲ سلنه قسمي رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې يې عبدالله عبدالله د ۴۳ اعشاریه ۸ سلنه رايو سره لومړی او اشرف غني احمدزي د ۳۲ اعشاریه ۹ سلنه رایو په ګټلو دویم ځای لري.

رلمي رسول ۱۱ اعشاریه ۷ سلنه، عبد رب الرسول سیاف ۷ سلنه، قطب الدین هلال ۲ اعشاریه ۸ سلنه، محمد شفیق ګل اغا شیرزي یو اعشاریه شپږ سلنه، محمد داود سلطان زوی صفر اعشاریه ۵ سلنه او هدایت امین ارسلا صفر اعشاریه ۲ سلنه رایې تر لاسه کړې دي.

د اعلان شویو پایلو پر بنسټ هېڅ یو کاندید نه دی توانېدلی، چې د بریا لپاره اړینې یو د پاسه پنځوس سلنه رایې تر لاسه کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز مرکز غړي فضل الرحمن اوریا په خبره اوسنی رایې ورته د منلو دي، خو وايي، باید قرنطین شوې رایې هم شمېرل شوې وای.

بل لور ته د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز مرکز غړی حمیدالله فاروقي وايي، اعلان شوې پایلې تاییدوي، خو وايي لا یې هم یو شمېر پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د دواړو مخکښو نوماندانو استازي وايي، که احتمالاً ټاکنې دویم پړاو ته وغځېږي، دوی ورته چمتووالی ښوولی دی.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به د شنبې پر ورځ وشي او د مهالويش له مخې وروستۍ پايلې به د غويي/ثور په ۲۴مه اعلان شي.