' ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې'

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر یوسف نورستاني بي بي سي ته ویلي، ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې او د جون میاشتې په ۱۴ به د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي. د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې سبا د غوايي ۲۵ اعلانېږي.
له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه پایلې به سبا په ځايي وخت یوولسو بجو په ډاګه کړي.
خو نوماند عبد الله عبد الله د ټاکنو کمېسیون پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ۱۴۳۳ مرکزونو رایې دې بیا وڅیړل شي.
عبدالله عبد الله وايي که د دغو محلونو رایې چې شمېر یې له پنځه سوه زرو هم اوړي په سمه توګه وڅېړل شي نو د دویم پړاو اړتیا نشته.
له کابله سمیع الله موسی زی په رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان سبا پنجشنې ته ځنډول شوی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن ماسپښین اعلان وکړ، چې د خپلو ارزونو پایله یې د ټاکنو کمېسیون ته استولې ده.
د ټاکنو کمېسون په یوه رسنیزه بلنه کې ویلي، چې وروستۍ پایلې به سبا د ورځې په یوولسو بجو اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند نور محمد نور په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې دوی د دویم پړاو ټاکنو تر سره کولو ته پوره چمتوالی لري.
په ورته وخت د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند عبد الله عبد الله په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټاکنو کمیسیون د ۱۴۳۳ مرکزونو بې اعتباره رایې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه شمیرلي.
هغه وویل که د ده دغه اعتراض په سمه توګه وڅیړل شي نو د ټاکنو دویم پړاو ته اړتیا نه شته.
خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني ځايي رسنیو ته ویلي د عبد الله اعتراض بې ځایه دی او څیړل یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پورې تړاو لري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د عبد الله د دغه اعتراض په اړه وویل، چې د شکایتونو څیړل د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پورې اړه لري او بله دا چې د شکایتونو د کولو موده هم پای ته رسېدلې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې د ټاکنو دویم پړاو به د عبد الله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ ترسره کېږي.








