زلمى رسول له عبدالله عبدالله سره يو ځاى شو

د عکس سرچینه، AFP Getty
زلمي رسول چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکڼو په لومړي پړاو کې يې دريم ځاى خپل کړى، نن يې رسما" د ټاکنو د بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
په جوړې شوې غونډې کې ښاغلي رسول وويل "که ټاکڼې دويم پړاو ته غځېږي او که نه، دواړه ډلې به سره يو موټي وي او د خپلو تگلارو د پلي کولو هڅه به کوي."
د چارو ځينې څارونکي داسې انگېري چې گواکې له ښاغلي عبدالله سره د زلمي رسول په يوځاى کېدو کې به د ولسمشر کرزي خوښه هم شامله وي.
خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر له ډاکټر عبدالله سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د زلمي رسول له یو ځای کېدنې ځان لیرې وباله.
د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل چې دا د ښاغلي رسول شخصي پرېکړه ده:
''په دې تړاو له ولسمشر سره هېڅ ډول نه خبرې شوي او نه هم پرې ولسمشر خبر و. موږ پخوا هم ویلي و چې ډاکټر زلمی رسول او یا په دې ډول کوم بل کاندید د ولسمشر ځانګړی ملاتړ نه لري.''
زلمي رسول د و لسمشرۍ په دويم ځل احتمالي ټاکنو کې په رسمي ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ د یکشنبې په ورځ (د مۍ ۱۱ مه) اعلان کړ.
زلمي رسول له عبدالله عبدالله سره په ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې تر مشورو وروسته يې پرېکړه وکړه چې د ده په وینا په افغانستان کې د سياسي ثبات د پايښت او د ملي يووالي د پياوړتيا په موخه د ډاکټر عبدالله ملاتړ وکړي.
'شخصي او ګوندي ترجیحات'
زلمي رسول زياته کړه چې، له دې پرېکړې سره د ټيم اکثره غړي موافق دي، خو ځينې نورو د 'شخصي او ګونديزو ترجيحاتو' په پام کې نيولو سره ونه غوښتل د دوى د نظر پلوي وکړي.
له زلمي رسول سره د ده لومړی مرستيال احمد ضياء مسعود ګډون نه وو کړى، خو دويمه مرستياله حبيبه سرابي ورسره وه.
تر دې وړاندې د حزب اسلامي د شوراګانوپه نوم يوې ډلې چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د زلمي رسول پلوي کوله، له بل مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ څرګند کړ.

په لومړي پړاو کې له زلمي رسول سره یو ځای شوي کاندید او د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزي هم تر اوسه نه ده په ډاګه کړې چې د کوم لوري ملاتړ به کوي.
ځینې رپوټونه وايي چې هغوی له ډاکټر اشرف غني سره په خبرو بوخت دي.
د ولسمشرۍ یو بل کاندید ګل آغا شېرزي هم څو ورځې وړاندې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و.
ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې چې لومړنۍ پايلې يې اعلان شوي، ډاکټر عبدالله، اشرف غني او زلمي رسول د سر درې کاندیدان وو.








