د ټاکنو د پایلو منلو فرهنګ څنګه دودېدای شي؟

- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, کابل
د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ بشپړې رسمي پایلې نن (شنبه) اعلانیږي. له معمول سره سم، په ټاکنو کې یو کاندید ګټونکي وي او يا به ټاکنې دويم پړاو ته ځي.
که ستاسې د خوښې کاندید په ټاکنو کې بریالی اعلان نه شي او يا هم ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، د ټاکنو پایلې منئ؟
د کاندیدانو د پلویانو په ډول به مو غبرګون څه وي؟
د ماتې منلو فرهنګ څنګه دودېدای شي؟
که غواړئ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، د یکشنبې په ورځ په دې شمیره زنګ راته ووهئ.
0093202202300
دارنګه کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پریږدئ.




