ستاسي نظر :څنگه خپل چاپېريال زرغونولاى شو؟

د عکس سرچینه، thinkstock
يوې علمي څېړنې ښودلې چې د زرغونو او شنو سيمو او ښارونو خلکو روغتيا د ناشنو هغو په پرتله ښه وي او ډېر لږ د خپگان په څېر له رواني او نورو ناروغيو کړېږي.
ځکه شنه بوټې او ونې هوا له ککړتيا پاکه ساتي، د هوا د تودوخې مخه نيسي او په غرنيو سيمو کې د سيلابونو د ويجاړتياو مخنيوى کوي.
په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو له تاسو سره د کور، کلي، ښاراوپه ټوليزډول د ژوندانه چاپيريال د زرغونولو او زرغون ساتلو پرلارو چارو وغږېږو.
پرهمدې موضوع له اورېدونکو سره د خپلو نظريو او وړاندېزونو د شريکولو په موخه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
او تاسو دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.




