ستاسې غږ: پیسې لګېږي خو کوکنار نه کمېږي، ولې؟

په افغانستان کې د کوکنارود کر په اړه د نوو شمېرو تر مخه تېر کال د افغانستان په بيلابېلو برخو کې د کوکنارو کروندې کې زياتوالى راغلى دى.
دا شمېرې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو لپاره په تېرو ١٢ کالو کې په لويه اندازه پېسې لگول شوې دي.
داسې اندېښنې دي چې د روان کال تر پايه نړيوال هم افغانستان کې اوس خپل فعاليتونه راغونډوي کېدى شي د کوکنارو کرونده نوره هم پراخه شي.
دا اونۍ ستاسې غږ کې له تاسې اورو چې د کوکنارو د کروندې د زياتېدو علتونه څه کيدى شي؟
ايا د بهرنېو جگړيزو پوځيانو له وتلو وروسته به دې کې نور زياتوالى هم راځي؟
که غواړئ په دې اړه خپرونې کې برخه واخلئ.
د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.
دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودلى شئ.
د خپرونې کوربه عنایت الحق یاسيني دی








