کرزی: بې کوره شویو ته استوګنځي جوړوو

د عکس سرچینه، Reuters
افغان ولسمشر حامد کرزی په بدخشان کې د ځمکې ښویېدنې له کبله له اغېزمنو شویو خلکو سره د کتنې لپاره دغه ولایت ته تللی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حامد کرزي د ارګو ولسوالۍ د آب باریک په کلي کې د ځمکې ښویېدنې د پېښې له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي او همدردري وکړه.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، حامد کرزی د آب برایک د کلي شاوخوا لګول شویو کېږدیو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره وکتل.
ارګ وايي، حامد کرزي د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې په کافي اندازه مرستې به پرې ووېشل شي.
کرزي پېښه کې بې کوره شویو کسانو ته د استوګنې جوړولو ژمنه هم وکړه.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، ولسمشر حامد کرزی د قربانیانو له کورنیو سره له نژدې ګوري.
هغه دا هم وویل، چې تر اوسه د شپاړسو کسانو مړي رایستل شوي، چې په وینا یې شاید تر خاورو لاندې د شاوخوا ۲۹۰ کسانو مړي پاتې وي.
ښاغلي بیدار وویل، له اغېزمنو شویو سره د مرستې لړۍ دوام لري.
مرستیال والي د تېرې ورځې د مرستو وېشلو پرمهال د ګډوډۍ په اړه وویل، له بهره د ورغلیو خلکو غوښتل، چې له دغو مرستو څخه یوڅه بود کړي، همدا وو چې پولیسو یې د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې.
بیدار وايي، چې تر اوسه د ډله ییز قبر جوړولو پرېکړه نه ده شوې، خو تېره ورځ د یوه لاندي شوي کس مړی راویستل شو.
دی وايي، چې نن (چارشنبه/مې ۷) به ولسمشر د قربانیانو له خپل خپلوانو سره خبرې وکړي.
وړاندې د حامد کرزي دوه مرستیالان له ځینو نورو چارواکو سره د پېښې سیمې ته ورغلي وو.
خو اوس پر حکومت او ولسمشر حامد کرزي نیوکه دا ده چې ډېر ناوخته د قربانیانو له کورنیو سره ګوري.
مرسته رسوونکي فعالان وايي، د بدخشان د ارګو د ځپل شویو کورنیو لپاره په پوره اندازه مرستې راټولې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
خو د ګډوډۍ پېښې هغه څه دي چې دوی یې اندېښمن کړي او وېره لري چې دا بهیر پڅولای شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters








