بدخشان کې د مرستو بهیر کې ګډوډۍ

د عکس سرچینه، AP
د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکښوېدنې ځپلو وګړو سره د مرستو بهیر له ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.
د دغه ولایت د چارواکو په وینا نن د مرستو د وېش پر سر په سیمه کې د راټولو شویو خلکو او حکومتي مامورینو تر منځ شخړه راپورته شوه، چې په پایله کې یې ځینې مواد لوټ شوي هم دي.
له بلې خوا د ولسي جرګې ځینې غړي حکومت د مرستې رسونې بهیر په تنظیم کې په ناغېړۍ تورنوي او ادعا کوي چې ځینې اشخاص په مرستو کې د درغلۍ په موخه په لوی لاس ګډوډۍ ته لمن وهي.
خو حکومتي چارواکي بیا دا خبره نه مني او ټینګارکوي چې دوی د دغه بهیر د منظمولو لپاره اړین ګامونه پورته کوي. لکه چې
له چې ګلستان شینواری له کابله لیکي، د شمال ختیځ بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د جمعې د ورځې له ځمکښوېدنې وروسته په هېواد کې دننه او بهر د مرستې رسونې بهیر پیل شوی.
خو دغه لړۍ یوازې څو ورځې وروسته اوس له ګډوډۍ سره مخامخ شوې ده.
نن غرمه مهال د مرستو د وېش په سیمه کې ګډوډي رامنځته شوه چې وروسته پولیسو په هوايي ډزو راټول شوي خلک خواره واره کړل.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، دغه ګډوډي هغه خلکو جوړه کړې چې له ګاونډیو ولسوالیو دغلته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو، چې په وینا یې یوه اندازه توکي یې لوټ کړي هم دي.
خو له بله پلوه د ولسي جرګې ځینې غړي او د مدني ټولنې فعالان د مرستو پر دغه بهیر نیوکه کوي او حکومت په نظم راوستو کې پر ناغېړۍ تورنوي.
د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحیم ایوبي بي بي سي ته وویل، ځینې حکومتي چارواکي او اشخاص په مرستندویه توکیو کې د درغلۍ په موخه په لوی لاس ګډوډۍ ته لمن وهي.
حکومتي چارواکي بیا دا خبره نه مني او ټینګار کوي، چې دوی د مرستې رسونې د بهیر د سمون په موخه ځینې ګامونه په نظر کې نیولي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر عبدالخالق فراهي وايي، د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې ټولې بهرنۍ او کورنۍ مرستې باید د دولت لخوا د ټاکل شوي کمېټې پر مټ تنظیم او ووېشل شي.
له بل پلوه چارواکي وايي چې دوی له ځپل شویو کورنیو سره د مرستو بهیر چټک کړی او په وینا یې ډېرې مرستې بدخشان ته رسېدلې دي.
د افغانستان د کرنې وزیر اصف رحیمي وايي، لسګونه ټنه غله او خوراکي توکي یې دغه ولایت ته رسولي دي.
مرسته رسوونکي فعالان وايي، د بدخشان د ارګو د ځپل شویو کورنیو لپاره په پوره اندازه مرستې راټولې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
خو د ګډوډۍ پېښې هغه څه دي چې دوی یې اندېښمن کړي او وېره لري چې دا بهیر پڅولای شي.








