حامد کرزی: په ټاکنو کې ''پراخ ګډون وکړئ''

د عکس سرچینه،
افغان ولسمشر حامد کرزي له افغانانو وغوښتل، چې د وري میاشتې شپاړسمې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په دې سره د هغوی پر وړاندې کلک غبرګون وښيي، چې ګومان کوي د زور له لارې کولای شي، د خلکو هوډ بدل کړي.
ښاغلي کرزي په یوه ویډیويي پیغام کې، چې یوه نسخه یې بي بي سي ته رسېدلې، له کاندیدانو هم غوښتي، چې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د خلکو د رایو درناوی وکړي او د ټاکنو پایلې ومني.
نور محمد سعيد د ښاغلي کرزي د څرګندونو په اړه په چمتو کړي راپور کې ويلي، نوموړي دغه راز له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو بهیر کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي.
ولسمشر کرزي له افغانانو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ مقام او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او دغه لړۍ په یوه ملي جشن بدله کړي.
د نوموړي په وینا په ټاکنیزو غونډو کې د خلکو پراخ ګډون د هېواد پر اساسي قانون د خلکو باور څرګندوي.
ښاغلي کرزي وویل هیله مند دی، چې د ټاکنو لړۍ پای ته رسېدو وروسته به کاندیدان د خلکو د رایو درناوي وکړي او د ټاکنو مشروع پایلې به مني.
ده په خپل پیغام کې له امنیتي ځواکونو هم وغوښتل چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې او د یوه او یا بل کاندید په ګټه د دولتي امکاناتو له کارونې ډډه وکړي او دغه راز یې له افغانانو وغوښتل، چې د امنیت ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ولسمشر کرزي له کاندیدانو مننه وکړه، چې خپلو غونډو کې یې ملي ګټې، ملي یووالی، خپلواکي او د هېواد اساسي قانون خپل لوړ ارزښتونه وبلل.
ښاغلی کرزی په دغه تصویري پیغام کې وايي، چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د مخالفو نظریاتو طرح کول د ولسواکۍ له ایجاباتو څخه دي.
ده له کورنیو او نړیوالو څارونکو وغوښتل، چې د افغانستان قوانینو ته په درناوي سره په بې پرې توګه د وري میاشتې د شپاړسمې ټاکنو څارنه وکړي.








