''۱۲۱ شکايتونه به په علني ډول وڅېړل شي''

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنيو پایلو تر اعلانېدو وروسته د سلو نه ډیر شکایتونه له دوی سره ثبت شوي دي.
وړانګه علیزۍ په خپل راپور کې کاږي، دغه کمسیون وايي دوی ته رسیدلي ټول شکایتونه به په غور سره وڅیړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمسیون وايي په تیرو دوو ورځو کې ۱۲۱ شکایتونه له بیلابیلو نوماندانو له خوا دوی ته رسیدلي دي.
د دغه کمېسیون ویاند نادر محسني دا په ډاګه نه کړه چې د نوماندانو دغه شکایتونو د څه په اړه دي.
ښاغلي محسني د درغلیو د هغو ۵۲۵ پیښو په اړه چې له امله یې یو شمیر رایې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا بې اعتباره اعلان شوې وې هم ۸ شکایتونه ثبت شوی دي.
د نوموړي په خبره دوی به ټول دغه شکایتونه له څیړنو وروسته په سمه توګه وارزوي.
ده دا هم وویل چې سر له سبا به د شکایتونو د ارزولو په تړاو د دوی ښکاره غونډې پیل شي، چې شمیر یې شپږو غونډو ته رسیږي.
ښاغلي محسني دا هم وویل چې په دغو غونډو کې به د هر نوماند استازی، د ټاکنو څارونکي، د بشری حقونو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي هم په کې برخه ولري.








