د شکایتونو کمیسیون: ۷۱ شکایتونه را رسېدلي

 یو شکایت د ګل آغا شفیق شیرزي او ۷۰ نور یې د ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا ثبت شوی دي.
د عکس تشریح، یو شکایت د ګل آغا شفیق شیرزي او ۷۰ نور یې د ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا ثبت شوی دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون وايي وروسته له هغه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، دوی ته دوو نوماندانو شکایتونه استولي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی د شکایتونو د اخیستلو لپاره یوه ورځ نوره هم زیاته کړه چې په دې سره کمیسیون ته د شکايتونو د سپارلو موده نن ماښام اوه بجې پای ته رسېږي.

لکه چې وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د ټاکنو د نوی قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان ۲۴ ساعته وروسته کاندیدان کولای شي خپل شکایتونه په دغه کمیسون کې ثبت کړي.

تېره ورځ دغه کمیسیون وویل چې د شکایتونو د اخیستلو لپاره یې یوه ورځ نوره هم وغځوله.

دغه کمیسيون وايي تر دې دمه دوی ته د دوو نوماندانو له خوا ۷۱ شکایتونه رسیدلي چې یو یې د ګل آغا شفیق شیرزي او ۷۰ نور یې د ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا ثبت شوی دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون ویاند نادر محسني خبريالانو ته وویل، که چېرې په همدې موده کې له دوی سره کوم شکایت ثبت شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به وڅېړل شي.

ښاغلي محسني زیاته کړه، دغه شکایتونه د هغو سرغړونو په اړه دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لیدل شوي دي.

نوموړي دا رنګه وویل، د درغلیو د هغو ۵۲۵ پېښو په اړه چې له امله یې یو شمېر رایې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا بې اعتباره اعلان شوې، د هغو د برخلیک په اړه هم نوماندان کولی شي تر ټاکل شوې مودې خپل شکایتونه ثبت کړي او د ټاکنو د شکایتونو کمسیون به ټول دغه شکایتونو له سره وارزوي.

نوموړي دا هم وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به ۶ علني غونډې د شکایتونو د ارزولو به تړاو ونیسي، چې په ترڅ کې به یې هر نوماند ته د هغې سیمې نومونه په ډاګه شي چې په اړه یې شکایتونه درج شوي دي.