''په تېرو ۱۵ ساعتونو کې هېڅ شکايت نه دی شوی''

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون وايي د ټاکنو د لومړنيو پايلو په اعلان له ۱۵ ساعته ډېر وخت اووښتی خو دوی ته د کوم نوماند شکایت نه دې رسیدلی.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دغه خبره نن له غرمې مخکې په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پایلو له اعلان وروسته د شکايتونو اورېدو کمیسيون نوماندانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې خپل شکايتونه ثبت کړي.
زمزمه نیازۍ په خپل راپور کې وايي، د شکايتونو سپارلو دغه موده نن مازيګر شاوخوا شپږ بجې پای ته رسېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون ویاند نادر محسني خبريالانو ته وویل که چیرته په همدې موده کې دننه له دوې سره کوم شکایت ثبت شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به وڅېړل شي.
ښاغلي محسني دویم پړوا ته د ټاکنو د تللو په اړه څه ونه ویل خو یاده یې کړه چې که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي دوې بشپړ تیاری لري او ټول شکایتونه به په ښه ډول وارزوي.
د قانون پر بنسټ دغه کمیسيون موظف دی چې د ټاکنو اړوند ټولو شکایتونو په اړه څیړنه او ارزونه وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون چاراواکو اعلان کړی چې لا له وړاندې سلګونه شکایتونه د دوې مرکزي دفتر ته رسیدلي دي.








