کندهار کې د ۹۹ مرکزونو رایې قرنطین شوي

ټاکنيز کمېسيونونه وايي نيت لري چې پاکې رايې له ناپاکو هغو بېلې کړي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټاکنيز کمېسيونونه وايي نيت لري چې پاکې رايې له ناپاکو هغو بېلې کړي

د افغانستان په سويل کندهار ولايت کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ښار او ولسواليو د ۹۹ مرکزونو د رایو صندقونه قرنطین کړي دي.

دوی وايي دا د هغو مرکزونو صندقونه دي چې په اړه يې د يو شمېر نوماندانو له لوري شکايتونه شوي او يا هم پخپله کمېسیون پرې شکي شوی دی.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي د ۹۹ مرکزونو پر قرنٰطين شويو صندقونو له سره غور کېږي او د هغو صندقونو رايې به باطلې اعلان شي، چې د قانون خلاف لاسوهنه په کې شوې وي.

د کندهار د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ولايتي کمیشنر شمس الدین وفا وایي چې دغه مرکزونه په ښاراو بېلابېلو ولسواليو کې دي.

د ده په خبره د رايو دغه صندقونه به د ولسمشرۍ نوماندانو د استازو، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا په شتون کې مشخص او په نښه شي او سمي رايې به له ناسمو هغو بیلې کړي.

د یاودنې ده چې په کندهار کې د رايې ورکولو ټولټال ۲۴۴ مرکزونه وو، چې په یو شمیر سیمو کې د بیلابیلو نوماندانو د پلویانو له خوا د ټاکنو پر ورځ د درغلیو راپورونه خپاره شول.

د ټاکنيزو شکايتونو چارواکي وايي دغه درغلۍ تر ډیره په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.