''د ټاکنو پر ورځ سلګونه درغلۍ شوې دي''

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز وايي دوی د ټاکنو پر مهال د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د ټاکنو له مرکزونو د لیدنې او څار پر مهال سلګونه درغلۍ ثبت کړې دي.
دغه بنسټ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر مدیریت نیوکه لري چې په خبره يې له ځینو ستونزو سره مل و.
خوشحال تايب په خپل راپور کې کاږي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي دوی یو شمېر دغه شکایتونه ترلاسه کړي او په اړه خپلې څېړنې کوي.
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز چې وايي د ۳۸۵ بنسټونو ټولګه ده د افغانستان په ۲۵ولایتونو کې یې د رایې ورکولو له مرکزونو لیدنه کړې ده.
د دغه بنسټ د چارواکو په وینا د ټاکنو پر ورځ يې سلګونه داسې حقیقتونه لیدلي چې له ټاکنو سرغړونه بلل کیږي.
د دغه بنسټ ویاند زبیر شفیقي په وینا زیاتره درغلۍ په شپږو برخو کې شوې دي:
''د څارونکو له حضور پرته د مرکزونو پرانیستل، د څارونکو لپاره د ستونزو جوړول، د اړینو ټاکنیزو توکو کموالی یا نه موجودیت، له وخته وړاندې د مرکزونو پرانستل، د رایو پاڼو کمېدل، له مرکزونو سره نژدې د کمپاین او تبلیغاتي موادو شتون او له وخته وړاندې د رایې ورکولو د مرکزونو تړل کېدل''.
د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز وايي په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې کولای شي د ټاکنو قانوني مشروعیت اغېزمن کړي.
دوی د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواکو کمیسیونونو غواړي، هغه معلومات چې څارونکو او نورو بنسټونو دوی ته سپارلي، په غور سره وڅېړي او د څارونکو پر وړاندې شکمنې او ناپاکې رایې له پاکو هغو بېلې کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه دا مني چې په ځینو سیمو کې درغلۍ شوې دي او په دې اړه په لیکلې او مستند بڼه د څه باندې ۱۸۰۰ شکایتونه ورسیدلي دي.
دوی وايي درغلۍ هومره پراخې نه دي چې د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کړي خو ښايي پر پایلو اغېز وکړي.
د ټاکنو کمیسیونونه دا هم وايي دوی به د خلکو په باور کې خیانت نه کوي او پاکې رایې به له ناپکو هغو بېلوي.








