ټاکنيز کمېسيون د ۲۶ ولايتو ۱۰٪ پايلې اعلان کړې

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۶ ولايتونو لس سلنه رايو پايلې اعلان کړې.
د دغو څه دپاسه ۵۰۰ زره شمېرل شويو رايو د قسمي پايلو له مخې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله لومړی ځای لري.
د ولسمشرۍ بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي دويم ځای خپل کړی دی.
د ټاکنو کمېسيون مشر يوسف نورستاني وويل دغه پايلې وروستۍ نه دي او د نورو پايلو د اعلان سره سم ښايي د ځينو نوماندانو سلنه لوړه او د ځينو نورو ښکته شي.
ښاغلي نورستاني زياته کړه، چې له ټول هېواد نه ۸۵ سلنه مواد کابل ته ور رسېدلي او پاتې به يې ډېر ژر ور ورسېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو وويل بشپړه خپلواکي لري او د هيچا تر اغېز لاندې نه دي.
د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي/ثور پر څلورمه او وروستۍ پايلې يې د همدې مياشتې پر ۲۴مه اعلانېږي.
دوی دا هم وویل که په لومړي پړاو کې کوم نوماند ۵۰+۱ رايې خپلې نه کړي، دوی دويم پړاو ټاکنو ته چمتو دي.
۱۸۰۰ شکايتونه
د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې کمېسيون وايي دوی ته د ټاکنو په تړاو تر ۱۸۰۰ ډېر ليکلي شکايتونه رسېدلي، چې ۳۳۸ يې د ولسمشرۍ په اړه دي.
کمېسيون وايي له ۵۰۰ ډېر نور شکايتونه د ولايتي شوراګانو په اړه شوي او څه دپاسه ۱۰۰۰ يې د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو په اړه دي.
دوی وايي ۸۷۰ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د طرزالعمل له مخې په الف ډله کې راځي، چې کولای شي د ټاکنو پر پايلو اغېز وکړي.
د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون وياند نادر محسني وايي چې د دغو شکايتونو ۷۵ يې ازرول شوي دي.








