جرمني په افغانستان کې خپل ماموریت غزوي

- Author, صالحه خالقي اسحاقزۍ
- دنده, جرمني
د جرمني کابینې نن چارشنبه( د سلواغې ۱۶مه) د ناټو په اډانه کې د نورو لسو میاشتو او وروستي ځل لپاره په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت وغزاوه.
د دغه هېواد کابینې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموریت د غزولو یوه مناسبه اډاڼه د جرمني پارلمان ته وړاندې کړه.
خو دغه موافقه په باوري توګه په پام کې نیول شوې ده.
دمګړی د جرمني درې زره او دوه سوه سرتیري په افغانستان کې د ناټو سرتیرو په چوکاټ کې فعالیت کوي.
جرمني مقامات اټکل کوي، چې په افغانستان کې یې د نورولسو میاشتو لپاره د سرتېرو لګښت به شاوخو پنځه سوه او اتیا ملیون ایرو ته ورسېږي.
که څه هم جرمني په افغانستان کې د وروستي ځل لپاره د خپلو سرتېرو د ماموریت موده وغزوله، خو دا سرتیري به هم په هېواد کې د نورو مېشتو نړېوالو ځواکونو په څېر د دوه زره څوارلسم م کال په پای کې له افغانستان څخه ووځي.
جرمني ژمنه کوي، چې د افغان ملي اردو د روزنې او مشورو په برخه کې به خپلو همکارېو ته دوام ورکړي.
د جرمني کابینې همدا راز د افغانستان په شمالي ځینو سیمو کې امنیت د ټینګښت، او ښې وضعې راپور تایید کړ، خو په همدې راپور کې د هېواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ناآرامې وضعې یادونه هم شوېده.








