د جرمني ميونيخ کې د پنا غوښتونکيو احتجاج کمپ لرې شوی
د جرمني جنوب ميونيخ کې پوليسو د پنا غوښتونکيو يو کمپ لرې کړی، چې له يوې اوونۍ راهيسې يې په کې د نه خورا اعتصاب پيل کړی و.
د دغه ښار يوه وياند وويل څه د پاسه ۴۰ کسان چې د پاکستان، نيجېريا او افغانستان په ګدون هېوادونو وو، روغتون ته بېول شوي دي.
د ميونيخ ښاروال (کرېسټيان اوډې) وويل ځينې بې سېکه شوي وو، او د ژوند ژغورنه د احتجاج حق پر تله ډېر لومړيتوب لري.
ډېری مظاهره چيانو ويلي وو، که دوی ته جرمني کې د استوګنې حق ورنه کړی شي، مرګ ته چمتو دي.
جرمني چارواکی وايي پرته له دې چې چارې له اړين قانوني بهير تېرې نه شي، دوی به د ګواښنې پر وړاندې غوښتنو ته غاړه کېنږدي.




