" کابل کې د جرمني سفارت بیا فعالیت پیل کوي "

 کابل کې د جرمني سفارت د هغو لوېدېځو محدود شمېر هېوادونو له سفارتونو څخه یو دی چې په کابل کې ویزه ورکوي.
د عکس تشریح، کابل کې د جرمني سفارت د هغو لوېدېځو محدود شمېر هېوادونو له سفارتونو څخه یو دی چې په کابل کې ویزه ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د جرمني سفارت به بیا په فعالیت پیل کړی.

د جرمني حکومت ویلي وو چې په کابل کې یې د امنیتي ګواښونو له امله خپل سفارت تړلی، خو وروسته افغان چارواکو ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه د هر ډول امنیتي ګواښونو د ځوابلو وړتیا لري.

په کابل کې د جرمني سفارت د هغو لوېدېځو محدود شمېر هېوادونو له سفارتونو څخه یو دی چې په کابل کې ویزه ورکوي.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې وايي، شاوخوا ۱۰ ورځې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د جرمني سفارت د کونسلي چارو څانګه وتړله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د جرمني سفارت د کونسلي چارو څانګه بېرته فعاله شوې ده .

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابل کې د جرمني سفارت د ویزې څانګې بیا په فعالیت پیل کړی.

د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷ نېټه جرمني حکومت وویل چې په افغانستان کې یې خپل سفارت د امنیتي ګواښونو له امله تړلی.

جرمن رسنیو خبر ورکړ په کابل کې د جرمني سفارت د دې هېواد د استخباراتي ادارې ( بي ان ډي ) په سپارښتنه وتړل شو. دغه راز د جرمني رسنیو د همدې ادارې په حواله په رپوټونو کې ویلي وو چې د وسله والو طالبانو له خوا جرمني دیپلوماتانو ته جدي ګواښ متوجه دی.

خو افغان حکومت وويل په کابل کې د جرمني سفارت یواځې د کونسلي چارو څانګه تړل شوې ده.

د دې راپورونو له خپریدو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي په افغانستان کې د جرمني له سفیر سره وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونو د جرمني سفارت د امنیت ساتلو ته ژمن دي او د هر ډول امنیتي ګواښونو ځوابولو ته تیار دي.

جرمني له امریکا او برتانیا وروسته د ایساف په چوکاټ کې تر ټولو ډېر سرتېري لري چې شمېر یې شاوخوا څلور زرو کسانو ته رسیږي او زیاتره یې د افغانستان په شمال کې مېشت دي.