په کابل کې د جرمني سفارت موقتآ تړل شوی دی

په کابل کې د جرمني سفارت چارواکو تاييد کړې، چې په پلازمېنه کابل کې يې سفارت اوس فعاليت، نه کوي.
په کابل کې د جرمني سفارت، بي بي سي ته په استولي پيغام کې ويلي، چې د : "جرمني سفارت اوس د بهرنيو مراجعينو پر وړاندې تړلی دی".
پر همدې مهال د جرمني د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ (پنجشنه، ۱۷ اکتوبر) د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په افغانستان کې يې د سفارت تړل کېدل حقیقت لري.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې په کابل کې د جرمني د سفارت د تړل کېدو اصلي لامل (امنيتي ګواښونه) دي.
د جرمنی سفارت د کابل د وزیر اکبر خان په سيمه کې دی، او شاوخوا يې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د جرمني د 'دای ولت' ورځپاڼې ليکلي، په کابل کې د جرمني سفارت د (تندلارو د ترهګريز بريد) د ګواښ له امله د جرمني د استخباراتي ادارې په لارښوونه تړل شوی دی.
دغې ورځپاڼې ليکلي دي: "د معلوماتو له مخې د جرمني د استخباراتو ادارې په وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت ته په کابل کې پر سفارت د تندلارو له لوري د بريد په اړه، خبرداری ورکړی دی".
خو د جرمني د بهرنيو چارو وزارت او دغه راز په کابل کې د جرمني سفارت، د دغه سفارت د تړل کېدو د لاملونو په اړه نه غږېږي.
جرمني له افغانستان سره نژدې سياسي اړیکې لري او په تېره څه باندې یوه لسيزه کې یې د افغانستان په بدلونونو کې مهم رول لوبولی دی.
دواړو هېوادونو د تېر کال په پسرلي کې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.
جرمني ژمنه کړې چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د ناټو له وتلو وروسته به د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره هر کال ۱۹۰ ميليونه ډالره مرسته کوي.
جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰ سرتېري لري، چې ډېری يې د افغانستان په شمال کې ديره دي.
جرمني ځواکونه د دې ترڅنګ چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جنګېږي، د افغان ځواکونو په روزنه کې هم ونډه لري.








