انګېلا مېرکل د ټاکنو پايلې لمانځي

انګېلا مېرکل وروسته له هغه خپل ګوند د "سترو پايلو" پر لمانځنه هڅولی، چې د رايو ورکولو بهير پای نښو سره ښکارېده چې دا د رېيم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وزيرې په توګه پر خپلې دندې پاتې کېدونکې ده.
د رايو بهير له پای سره څرګنده شوې چې د دې مسيحي ډيموکراټ اتحاد ګوند د ټولټال رايو ۴۲٪ سلنه ګټلې دي.
خو د مېرمن مېرکل غوره بلل شوی ائتلاف له خطر سره ځکه مخامخ دی چې د دې "ازاد ډيموکراټ" شريکان داسې ښکاري پارلمان ته يې د لار موندنې ۵٪ سلنه نه ده خوندي کړې.
له همدې امله کېدی شي دا له سوشل يا اشتراکي ډيموکراټانو سره چې د شمېر له مخې يې ۲۶٪ سلنه رايې ګټلې، پراخ ائتلاف راکتلو ته اړ شي.
د رايې ورکولو له پای سره د (اې ار ډي) ټلوزيون لېبرال (ازاد ډيموکراتان) د ۴،۷٪ سلنې ګټونکي ښوولي، چې که يې پخلی وشي د دغه واړه شريک لپاره به خورا ناوړه پايلې وي، او پارلمان کې به ورسره له ملي استازيتوب بې برخې شي.
پر جرمن ټلوزيون ځينې داسې ګونګوسي هم وو چې که د ازادو ډيموکراټانو (FDP) او د جرمني لپاره بديل (AfD) دواړه ګوندونه پارلمان ته په رسېدو کې پاتې راشي، مسيحي ډيموکراټان (CDU) کېدی شي ان د بشپړ اکثريت لپاره د بسنې څوکۍ وګټي، چې په نيمه پېړۍ کې به لومړی ځل وي.
"په زړه پورې څه"
مېرمن مېرکل د خپل ګوند مرکز کې لمانځونکو پلويانو ته په وينا کې وويل: "دا سترې پايلې دي، موږ نن شپه لمانځنه کولی شو، ځکه چې په زړه پورې څه مو کړي دي."
خو د ائتلاف جوړلو ته په اشارې سره يې وويل "خورا وختي ده په دې اړه چې څه به کوو څه ووايو".
د مسيحي ډيموکراټانو پارلماني ډلې مشر ولکر کاوډر وويل "موږ د رايې ورکوونکو له خوا روښانه هوکړه لرو، چې حکومت جوړ کړو." ده وويل پايلو وښوله چې "رايه ورکونکي غواړي انګېلا مېرکل د درېيم ځل لپاره د لومړۍ وزيرې په توګه پاتې شي."
مېرمن مېرکل روښانه کړه دا به چمتو وي چې له سوشل يا اشتراکي ډيموکراتانو (SPD) سره لکه څنګه يې چې د ۲۰۰۵-۲۰۰۹ کلونو ترمنځ وکړل په يوه پراخ ائتلاف کې کار وکړي.
اشتراکی ډيموکراټان (SPD) له مسيحي ډيموکراټانو اتحاد (CDU) سره پر يوځای کېدو غور کې زړه نازړه دي. د دغه ګوند مشر پير شټېن بروېک په پخواني پراخ ائتلاف کې د ماليې وزير و، خو ويلي يې دي په داسې حکومت کې به دنده ترسره نه کړي.
د رايې ورکولو بهير له پای سره د پايلو له راښکارېدو وروسته خو د رسمي پايلو له پخلی مخکې ښاغلي شټېن بروېک خپل شاته والی ومانه، او ويې ويل دا به له مېرمن مېرکل سره تړاو ولري چې مخ پر وړاندې څه ډول ګام اخلي، او ويې ويل: "پنډوسکی د مېرمن مېرکل لوبغالي کې دی. دا بايد خپل ځان لپاره اکثريت راوګوري."
کتونکي فکر کوي چې اشتراکي ډيموکراټان (SPD) کېدی شي پر دې سلا شي چې له مسيحي ډيموکراټانو اتحاد (CDU) او د باواريا مسيحي اشتراکي اتحاد (CSU) سره ائتلاف وکړي.








