
جنرال ډېوېډ پيټرېیاس مخکې په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان و .
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګان) ویلي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د قومندان جنرال کلېکاږل ډېوېډ پيټرېیاس دنده به ژر پای ته ونه رسېږي .
وړاندې د برتانیا ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي ول، چې د روان ۲۰۱۱ کال له پای ته رسېدا مخکې به ښاغلی کلېکاږل پيټرېیاس خپله دنده پرېږدي .
د پنتاګان یوه ویاند د ټایمز د رپوټ په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې جنرال کلېکاږل ډېوېډ پيترېیاس به په افغانستان کې خپله دنده پرېنږدي .
د سرچینې په وینا، په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) دنده به د مهال وېش له مخې په تدريجي ډول پای ته ورسېږي، خو دا وخت لانه دی رارسېدلی .
جنرال کلېکاږل ډېوېډ پيټرېیاس مخکې په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان و .
نوموړی د جنرال سټېنلي مکرېسټل له لیرې کېدو وروسته د بارک اوباما له خوا د مکرېسټل ځایناستی وټاکل شو .
وړاندې واشنګټن پوست هم ليکلي وو چې په پام کې ده د روان کال تر پایه به امریکا په افغانستان کې د کلېکاږل پيټرېیاس او سفیر کارل ايکنبيري په ګډون خپل جګپوړي پوځي او ناپوځي مشران بدل کړي .
خو نورو امریکايي چارواکو د واشنګټن پوست پر رپوټ څه غبرګون نه دی ښودلی .
د بارک اوباما دولت اعلان کړی، چې له افغانستانه به په تدريجي ډول امریکايي ځواکونه ووځي، چې د روان کال له جولای میاشتې به دا لړۍ پيلېږي .
تېره ورځ بي بي سي ته داسې مالومات ورکړل شوي ول، چې امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی .
دغه نوی استازی مارک ګراسمن یو تجربه لونکی دپلمات یادېږي .
په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به د روانې اوونۍ تر پایه د ښالي ګروسمن د ټاکل کېدا رسمي اعلان وکړي .
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

























