پيټرېیاس: 'د پوځي تګلارې تکتیکونه بدلوو'

- Author, ژباړه
- دنده, هدایت الله همیم
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي امريکايي قوماندان جنرال <link type="page"><caption> ډېوېډ پيټرېیاس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> ويلي چې د خپلې پوځي تګلارې په تکتیکونو کې يې ځينې بدلونونه راوستي.
په کابل کې د د ناټو يوه ویاند جنرال جوزیف بلاټز خبریالانو ته وویل د نویو پوځي تاکتيکونو په رڼا کې د حکومتي ادارې پیاوړي کول او د سیمه ييزو خلکو په مټ د پخلاینې بهیر چټکول راځي.
ښاغلي بلاټز زیاته کړه، د دوی پوځي تګلاره به د پخوا په څېر وي، خو له بدلونونو سره.
جنرال <link type="page"><caption> ډېوېډ پيټرېیاس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> ويلي، د نویو پوځي تکتیکونو پر بنسټ به له افغان ځواکونو سره په ګډه او همغږۍ سره د وسله والو پرضد مبارزه کوي.
که څه هم ناټو د خپلو نویو تکتیکونو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو زياتوي چې تر خپل وسه به د ولسي وګړو ژوند ته پام، او هغوی د زړونو خپلولو ته پام کوي.
ناټو له دغو نویو تکتیکونو يوازې ۱۴ مادې اعلان کړې.
دا لومړی ځل دی چې جنرال <link type="page"><caption> ډېوېډ پيټرېیاس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه تر ټاکل کېدا وروسته په څپله پوځي تګلاره کې بدلون اعلانوي.
که څه هم ناټو ځواکونو وړاندې د ولسي وګړو د ژوند ساتلو ژمنې کړې، خو د جګړې د ښکېلو غاړو په نښتو کې زیاتره ولسي وګړي زيانمنېږي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، په دغه هېواد کې د روانۍ جګړې له تېغه زرګونه ولسي وګړي تېر شوي دي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د ولسي ګړو د وژل کېدا موضوع پر یوې جنګالي مسالې اوښتې ده.
تر ډېره پر بهرنیو ځواکونو دا نیوکه ده، چې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ سره عملیات نه کوي، بلکې په خپل سر عملیات ترسره کوي، چې زیاتره ولسي وګړي پکې وژل کېږي.
همدا نن (یکشنبه، د اګست لومړۍ) په پلازمېنه کابل کې سلگونه قهرېدلو لاريون کوونکو په افغانستان کې د ناټو او ائتلافي ځواکونو له خوا د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې پر ضد مظاهرې وکړې او له افغانستانه يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
دغه لاريون تر هغې يوه اوونۍ وروسته کيږي چې د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې تر ۵۰ زيات ولسي وگړي ووژل شول.








