ګېټس: د ۲۰۱۱ په جولای کې د ځواکونو وتل پيلوو

- Author, عبدالمالک عاصم
- دنده, له کابله
د امريکې د دفاع وزير ټينگار کوي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به د راتلونکي کال په جولاى کې پيل شي.
دغه څرگندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال پيټرېياس له هغو څرگندونو وروسته کيږي چې ويلي وو کېدى شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې له افغانستانه د د امريکايي ځواکونو وتل وځنډوي.
پر همدې مهال په کابل کې سوله ساتي ځواکونه وايي چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤوليت د ورسپارلو ارزونه يې پيل کړې.
د امريکې ددفاع وزير رابرت گيټس ژمن دى چې له افغانستانه د هغه هيواد د پوځيانو ويستنه به د ولسمشر اوباما له تگلارې سره سم په خپل وخت پيل کړي.
دغه چاره د راتلونکي کال په جولاى مياشت کې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره پيليدونکې ده.
ښاغلي گيټس ويلي په دغه موضوع کې د سوال ځاى نه دى پاتې او هرڅه به د پلان سره سم تر سره کيږي.
په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو وياند جوزف بلاټز وايي د غلته د ناټو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټرياس هم د سر تيرو د وتلو په برخه کې د ولسمشر اوبا ما له تگلارې سره همغږى دى:
''جنرال پيټرېیاس په بشپړه توگه د ولسمشر اوباما د پريکړې په وړاندې ژمن دي چې بايد د امنيت ، پرمختيا او حکومتوالى اړوند نور چارو دمسوليت د ليږدولړ بهير د راتلونکي کال په جولاى کې افغان دولت ته پيل کړي.''

خو تر دې يوه ورځ وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې جنرال پيټرېیاس غواړي د پوځيانو وتل وځنډيږي.
ښاغلي پيټرېیاس له يوه امريکايي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې کيدى شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې په راتلونکي جولاى کې د سر تيرو وتل پيل نه کړي .
پر همدې مهال په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند وايي چې افغان ځواکونو ته په بيلا بيلبو برخو کې د امنيتي چارو د مسوليت د سپارلو ارزونه يې پيل کړې: ''اول دا مهمه ده چې پو ه شو د امنيت ليږدول يو بهير دى او پيل يې دا مانا نه لري چې موږ دافغانانو په وړاندې خپلې ژمنو ته له وخت وړاندې د پاى ټکى ږدو . بلکې موږ دافغانانو سره تر هغه خپلو مرستو ته دوام ورکوو چې افغانان په خپله وکولى شي د خپل امنيت بشپړمسوليت په غاړه واخيستى شي . ''
افغان ځواکونو ته د مسوليت د ور سپارلو موضوع په داسې حال کې مطرح کيږي چې د رپوټونو پر بنسټ تر ټاکل شوې مودې ٣ مياشتې دمخه د افغان پوځيانو شمير ١٣٤ زرو ته رسېدلى.
د کابل په کنفرانس کې ويل شوي وو چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دېي افغانستان د ټولو امنيتي برخو مسؤوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.








