يټرېیاس: طالبان له افغان چارواکو سره خبرې کوي

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس دا څرګندونې د تېرې دوشنبې پر ورځ په بګرام کې له امریکا نه تر ستنېدا وروسته له خبریالانو سره کړې دي.
له څو میاشتو راهیسې په هره کچه افغان دولت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د خبرو هڅې کوي.
خو دا لومړی ځل دی، چې د افغان دولت او مخالفانو ترمنځ د دواړو غاړو د جګپوړو مشرانو د لیدو کتو خبرې کېږي.
ښاغلي پيټرېیاس ویلي طالبان هڅه کوي چې د سولې او خبرو اترو په تړاو د افغان حکومت له جګپوړو چارواکو سره اړیکه ونیسي:
"ځینې داسې جګپوړي طالب مشران شته، چې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره هلې ځلې کوي، او په حقیقت کې یې دا کار کړی هم دی."
له وسله والو سره د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د خبرو اترو لپاره وړاندې شوي شرطونه "ډېر روښانه" دي، هغه دا چې وسلې پر ځمکه کېږدي اود هېواد اساسي قانون ومني.

خو طالبانو د افغان حکومت شرطونه څو-څو ځلې رد کړي او وايي تر هغه به خبرو ته غاړه کښېنږدي، چې بهرني پوځيان له هېواده نه وي وتلي.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ پر بنسټ، د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر مخکې ويلي کرزی تر هغه پورې انتظار دی، چې د سولې د عالي شورا د غړو اعلان شي او له طالبانو سره دغه شورا د خبرو رسمي طرحه جوړه کړي.
وړاندې جنرال پيټرېیاس ويلي وو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د پخلاینې خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي.








