جنرال ييټريس رسماً د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان شو

ښاغلی پيټريس
د عکس تشریح، ښاغلي پيټريس د ناتو د ځواکونو د عملياتو او هوايي بمباريو پرمهال د ملکي تلفاتو له اړخه ډيريدونکو نيوکو ته په اشارې سره دا ژمنه هم وکړه چې د هوايي بمباريو په گډون به ځينې تکتيکي عمليات له سره ارزوي.
    • Author, آرش پاکطين
    • دنده, له کابله

په افغانستان کې د ناټو نوي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرييس نن په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه.

د ناټو نوي قومندان ته د ځواک سپارل د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې تر سره شول چې پکې يوشمير افغان او بهرنيو جگپوړو چارواکو گډون کړى وو.

دى به په افغانستان کې د ترهگرۍ خلاف روانه جگړه کې له ٤٧ هيوادونو، د راغليو شاوخوا ١٤٠ زره ځواکونو سره پر مخ وړي.

جنرال ډېوېډ پيټريس وايي په افغانستان کې د طالبانو او نورو اورپکو پر ضد جگړه حساس پړاو ته رسيدلې او دى به د اورپکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ده د پخواني قومندان جنرال مک کريستال په څير د ملکي تلفاتو د مخنيوي ژمنه هم کړې خو ترڅنگه يې د سر د هغو عملياتو پر ارزونه هم ټينگار کړى چې سر تيرو ته پکې ډيره مرگ ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي قومندان جنرال ډېوېډ پيټريس ته په دغه هېواد کې د څه د پاسه ١٤٠ زرو بهرنيو سرتيرو قومنداني په پلازمېنه کابل کې د يکشنبې په گهيځ د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوه.

د مراسمو برخوالو ته د خبرو پرمهال د ناټو نوي مشر ډېوېډ پيټريس د افغانستان روان حالت خورا حساس وبلل او پر خپلو ټولو پوځيانو يې غږ وکړ چې په برياليتوب سره د دغې ٩ کلنې جگړې د پاى ته رسيدو لپاره سره يو موټى شي:

'' له کلونو جگړې وروسته موږ يوه حساس پړاو ته رسيدلي يو. موږ بايد د افغانستان خلکو او نړيوالو ته وښيو چې د القاعدې شبکه او نور تندلارې متحدين يې نشي کولاى چې يو ځلې بيا د افغانانو او په نړۍ کې د آزادو ملتونو پر خلاف په دې هيواد کې د بريدونو نقشه جوړه کړي. د آيساف ځواکونو ډيريدو او ورسره د افغان امنيتي ځواکونو غښتلتيا دغې موخې ته د رسيدو لپاره نوى فرصت رامنځته کړى دى. ''

جنرال پټريوس دا ژمنه هم وكړه چې له افغانانو سره به ترهغې خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې طالبان او القاعدې شبکه له منځه ولاړ شي.

جنرال پيټريس وايي په افغانستان کې يې خپل ماموريت د يووالي،روڼوالي او حساب ورکونې په شعارنو پيل کړى دى.

هغه وويل اورپکي د جگړې لپاره د تکتيک د نشتوالي له کبله عام وگړي وژني او تور يې ولگاوه چې طالبان په خپلو بريدونو کې له ماشومانو گټه اخلي:

'' موږ د آزادۍ لپاره په جگړه کې ښکېل يو. زموږ د ښمنان په خپل ټول وس هڅه کوي چې د افغانانو باور کمزورى کړي. هغوى دې موخې ته د رسيدو لپاره هره ورځ بيگناه خلک وژني او د بدن غړي يې پرې کوي. ياغيان له لويه سره کوم ځانگړى تکتيک نه لري. آن دا چې هغوى له ماشومانو هم د بريدونو لپاره گټه اخلي. په ټوليز ډول هغوى په پرلپسې توگه د يوه داسې حالت د رامنځته کولو هڅه کوي چې افغانان پکې ژوبل شي.)''

ښاغلي پيټريس د ناتو د ځواکونو د عملياتو او هوايي بمباريو پرمهال د ملکي تلفاتو له اړخه ډيريدونکو نيوکو ته په اشارې سره دا ژمنه هم وکړه چې د هوايي بمباريو په گډون به ځينې تکتيکي عمليات له سره ارزوي.

بهرني پوځيان په افغانستان کې
د عکس تشریح، په تيره ميلادي مياشت کې ١٠٢ بهرني سرتيري چې له نيمايي ډير يې امريکايان وو، په افغانستان کې وژل شوي دي.

جنرال پيټريس د ناټو ځواكونو د پخواني قومندان جنرال مكريسټل هلې ځلې وستايلې او وې ويل چې يوازې قومندان بدل شوى، خو د امريکا تگلاره د ده په ټکو هماغه پخوانۍ ده.

د ناټو نوى قومندان ته دغه مسؤوليت پر داسې مهال سپارل کيږي چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه هم په دې وروستيو کې لوړه شوې ده

په تيره ميلادي مياشت کې ١٠٢ بهرني سرتيري چې له نيمايي ډير يې امريکايان وو، په افغانستان کې وژل شوي چې دا په تېرو ٩ کلونو کې د دغو ځواکونو د مرگ ژوبلې له اړخه تر ټولو خونړۍ مياشت بللې شوې.

په ټوليز ډول له ٢٠٠١ کال راهيسې په افغانستان کې ١٨٠٠ بهرني سرتيري وژل شوي دي چې تر نيمايي ډير يې امريکاييان دي.

دې ټولو د افغانستان د ننه او بهر د ناټو آيساف د ماموريت په څرنگوالي نيوکې او شکونه ډير کړي او همدا نيوکې او شکونه په افغانستان کې د ناټو د نوي قومندان جنرال ډېوېډ پيټريس پر وړاندې تر ټولو لويه ننگونه بلل کيږي.