د ښوونځیو له بندېدو وروسته دیني مدرسو کې د نجونو زده کونکو شمېر ډېر شوی

د عکس سرچینه، AFP
د رپوټونو له مخې پر ښوونځیو یې له بندیز سره افغان نجونې په زیاتېدونکې ډول دیني مدرسو ته مخه کوي.
له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبان واکمن شوي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر ښوونځيو او پوهنتونونو بندیزونه لګولي.
په داسې حال کې چې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره لا هم د دغه بندیز د لیرې کېدو څرک نشته، خو په ديني مدرسو کې د دغه عمر نجونو شمېر ډېر شوی.
فرانس پرس خبري آژانس په کابل او کندهار کې دریو مدرسو ته لاسرسی موندلی او په خپل رپوټ کې وايي، د تېر کال پرتله به دغو مدرسو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر دوه برابره ډېر شوی.
د کابل اوسېدونکې شپاړس کلنې نجلۍ چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي د نهم ټولګي زده کوونکې وه او غوښتل يې ډاکټره شي، خو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د زدکړو لپاره یوازينی ځای مدرسې دي.

د عکس سرچینه، AFP
هغه وایي: "له ډاکټرې کېدو سره خو مې هېڅ مرسته نشي کولی، ځکه هغه د ښوونځي له لارې کېږي او ښوونځي مو تړلي دي. خو بیا هم مدرسې هم زموږ د ديني پوهې د لوړولو لپاره ښې دي او دا مو د ځان د وړتياوو او پوهې لوړولو لپاره یو بدیل دی."
یوه بله نجلۍ چې مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، هم وايي چې د مدرسې، کورس او ان انټرنټ له لارې خپل زدکړې روانې ساتي.
"زه د ورځې او شپې خیالونه ګورم او فکرونه کوم تل دا هیله لرم چې ښايي یوه ورځ ښوونځي پرانیستل شي. ښايي پوهه او ځواک مې لوړ شي. هېڅ وخت هیله نه بایلم. ممکن د ښوونځي له لارې خپل هدف ته ونه رسېږم خو ښايي د مدرسې، کورسونو او یا هم ان د ټیلیفون او انترنټ له لارې درس ویل راسره مرسته وکړي."
هغه نجلۍ چې تر څو میاشتې مخکې پورې د طب محصله وه او اوس په کندهار کې د يوې مدرسې نجونو ته درس وايي، هم دغه اژانس ته ویلي چې په پوهنتون کې زدکړه یې راتلونکی جوړوي او له خپلو حقونو يې خبروي.
خو هغه وايي چې په مدرسو کې خلک یوازې دیني مسایل زده کوي چې هغه په طبیعي ډول هم ټول اړ دي چې زده یې کړي، خو اوس هغه نجونې چې دلته زدکړې کوي بله لاره نه لري.
خو د کندهار د پوهنې ریاست د ديني زدکړو مدیر نعمت الله الفت بیا وايي، د دوی د حکومت پام اوس پر ديني مدرسو دی.

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلی الفت وایي: "دا یو معلوم حقیقت دی چې زموږ د افغانستان اسلامي امارت ټوله پاليسي دا مدارس دي، ځکه زموږ هر څه که مامور دی او که امر دی، ان که وزیر دی که رییس دی او که شیخ صاحب دی، یا بل مولوي صاحب دا ډول هم له مدرسې وتلي دي، نو ښه اغېزه لري."
بل خوا داسې دیني عالمان هم شته چې یوازې مدرسې د ټولو ستونزو حل نه بولي.
دوی وایي د دیني علومو زدکړه پرته له دې هم ټول خلک کوي، خو زیاتوي چې عصري علومو ته ډېره اړتیا ده چې لا ډېر له نړۍ وروسته پاتې نه شوو.
ديني عالم عبدالباري مدني فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې په اوسنیو شرایطو کې عصري علومو ته شا کول له ملت سره جفا ګڼي.
ښاغلی مدني زیاتوي: "موږ فعلاً د عصري علومو ضرورت لومړیتوب بولو، د دې لپاره باید کار وشي څو اسلام د دنیا له پرمختګ نه وروسته پاتې نه شي. عقیده او دیني علوم خو زموږ په فطرت کې باید موږ ته را زده وي او په دې عقیده لرو چې زموږ لپاره لومړیتوب دی، خو په اوس شرایطو کې د عصري علوم پرېښودل له ملت سره جفا ده او هېڅ امکان نه لري چې له هغې پرته ملت مخکې لاړ شي."

د عکس سرچینه، AFP
له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز نږدې دوه کاله مخکې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم ولګېده، چې وروسته دا پرېکړه د لوړو زدکړو په برخه کې هم راغله.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو پر زدکړو بندیز موقتي دی او بېرته به له شپږمو ټولګیو پورته او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زد کړو بندیز ليرې کړي.
خو پوهنتونونه وار له مخه یوازې د نارینه وو لپاره پیل شوي او راتلونکی ښوونیز کال هم پیلېږي خو دا معلومه نه ده چې تر شپږمو ټولګیو پورته زدکړو ته به نجونې هم ستنې شي او که نه ؟










