له ښوونځیو راګرځول شوې افغان نجونې: هیلو ته د رسېدو لار مو تړل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
ځېنو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي چې افغانستان کې طالبانو له نژدې ۲۷۰ ورځو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې نومونه او د ښوونځیو ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.
موږ کلي کې اوسېدو. زما او د خور مې تل ارمان و چې مکتب ووايو، خو کلى و او د کلي خلکو خپلو نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوله او د کلي ښوونځی مو هم تر شپږم ټولګي پورې و.
هغه وخت زموږ او د خپلوانو کورنو مو مکتب نه پريښودلو. زموږ کورنۍ له کلي ګډه راوړله کابل ته.
ورور مې تل زموږ طرفدار و - هم به یې په کور کې او هم خپلو خپلوانو ته ويل چې نجونې بايد مکتب ووايي.
زموږ مهربانه کورنۍ زموږ قوم کې لومړۍ کورنۍ وه چې خپلو نجونو ته يې مکتب ته د تلو اجازه ورکړه.
ناپوهه خلکو به زما ورور ته خبرې کولې او بد به يې ويل، خو زموږ ښه ورور زه او بله خور مو ښوونځي ته وروستلو.
کله چې لومړی ځل د مکتب مديرې وليدو، ويل يې چې د دوی عمر ډېر دى بايد جګو ټولګیو کې یې شاملې کړو .
خور مې چې تر ما لويه وه پنځم او زه درېم صنف کې شامله شوم.
دغه ورځ زموږ دواړو د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه.
ډېرې خوشحاله وو. د ښوونځي پر لومړۍ ورځ چې ټولګي ته ولاړم، استادې وپوښتلم چې مکتب دې ويلی؟ ما وويل چې نه اوس تازه شامله شوې یم.
ښوونکې له څه ځنډ او فکر وروسته راته وويل چې راځه ٢ اونۍ واوسه که څه د ياد کړل ښه ده کنه نوره به نه راځې.
دا زما لپاره ډېره سخته ننګونه وه، خو د لیک لوست زدکړې لیوالتیا تر دې ډېر پیاوړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خپل شوق، هڅو، کوښښ او د ښو وروڼو زحمتونو او درسونو چې ډېر په مينه یې راته ښودل، مرسته وکړه چې مکتب کې قبوله شم.
په اول کال دريم نمره کاميابه شوم. تر هغې وروسته تل لومړۍ يا په دويمه درجه کاميابېدلم.
هر چا ته دې خداى زما په څېر وروڼه ورکړي؛ کاش د افغانستان ټول وروڼه داسی وای، نن به مکتبونه بند نه وو.
تر ٩ ټولګي پورې تل په عالی درجه کاميابېدلم، خو له لسم وروسته هر څه ګډوډ شول.
زما په څېر ډيرې نجونۍ له دغو ګډوډيو سره مخ دي.
له ډېرو ستونزو او د خلکو له پیغورونو سره سره مو غوښتل چې تعليم وکړو، د خپل وس څښتنانې شو، وطن ته خدمت وکړو، د کورنۍ ارمانونه پوره او خپل هغه خپلوان غلط ثابت کړو چې موږ پسې یې د ښوونځي د تګ له کبله بد رد ویل.
خو هر څه ارمان پاتې شول، دغو خلکو د وطن د ټولو بى ګناه نجونو زړونه مات کړل.
درى کاله مخکې مکتب ډير عالى وو. ما خپلو درسونو کې ډير کوښښ کاوه، په ډېرې مينې او ډېر شوق به مې درسونه ویل.
ډېرې هيلې او ارمانونه مې لرل چې غوښتل مې د تعليم له لارې ورته ورسېږم.
د ښوونځي دومره کې درې آخرې کلونه لسم، یوولسم او دولسم ډېر مهم دي چې د مکتب هر زدکوونکی غواړي چې په ډير عالى ډول یې پاى ته ورسوي، ډيرې هڅې او زحمتونه ورته باسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
زما د ژوند دويم ارمان و چي غوښتل مې کانکور کې ډير ښه پوهنځي ته کاميابه شم، دې ورځې لپاره ما کلونه انتظار کړى و.
دا ارمان مې هم له خاورو سره خاورې شو ځکه نه شم کولى چې د مکتب آخري کال پاى ته ورسوم او کانکور امتحان ورکړم.
چې يو څوک ژوند ته تمه ونه لري، اميد ونه لري، خپلو ارمانونو ته نشي رسيدلى، داسې وي لکه په ژوندینه مړ.
خپله ازادې مي له لاسه ورکړې، کور کې لکه يو بندي داسې ناسته یم.
ما ته خو چې څوک اوس د مکتب نوم واخلى ژړا راځي.
زړه کې وايم چې هېڅ شی نه لرم، بس هسې ژوند تيريږي.
زړه مې کله ډیر تنګ شي، خپل درس، مکتب استادانو او ټولګیوالو پسې مې ډیره خفه یم.
انسان په اميد ژوندى دى خو زموږ اميدونو ته رسيدلو لار بنده ده.
دوی انسان د ژوند د ازادۍ، تعليم، کاروبار او نورو ډېرو حقونو او خوشحاليو بى برخې کړي دي.
په خراب لوري یې روان کړي یو او زموږ د ټولو د ښې راتلونکې مخه یې نيولې ده.










