حنا رباني کر کابل کې له طالبانو سره ''د افغان بندیانو او وېزو پر مسلو غږېدلې''
افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان دولت د وزېري حنا رباني کر په مشرۍ پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه پاکستانی پلاوی د دوی له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
هغه لیکلي، "پاکستانی پلاوی چې په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ راغلی وو په ترکیب کي یې د افغانستان لپاره خاص استازي محمد صادق خان او په کابل کي د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني اوګن نور مسؤلین شامل وو."
طالبان وايي، پاکستاني پلاوي پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ښه چلن، تګ راتګ لارو او د وېزو برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه.
حنا رباني کر له ښاغلي متقي سره د دواړو هېوادونو اړیکې د ټولو په ګټه وبللې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلی احمد وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خام متقي له حنا رباني کر سره پاکستان کې "د افغان بنديانو د خلاصون، یو بل هېواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې".
دی وايي، همداراز یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته چمتووالی وښود.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو همسایه هیوادونو اړیکې یې د ولسونو اوسیمي په ګټه وبللي.
د دغه سفر خبر تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ورکړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دې سفر کې به د پاکستان حکومتي پلاوی د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره پر سیاسي، پوهنیزو، سوداګریزو او نورو چارو خبرې وکړي.
ویناپاڼې زیاته کړې وه چې حنا رباني کر به طالبانو سره له خپلې ډډې د ملاتړ ژمنې هم تازه کړي.
سره له دې چې پاکستان طالبانو ته نژدی او ملاتړی بلل کېږي تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو طالب استازو ته يې اجازه ورکړې چې اسلام اباد کې افغان سفارت او د دغه هېواد لویو ښارونو کې افغان کونسلګرۍ سمبال کړي.
له سیاسي پلوه پاکستاني چارواکو په پرلپسې ډول د طالبانو د حکومت ملاتړ ته نړیوال وربولي خو په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځایه او څو واري نښتو اسلام اباد اړ کړی چې طالبانو ته اعتراض وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغسې چې پخواني افغان حکومت پاکستان افغان خاورې ته د اورپکو پر لېږلو تورناوه، په اوس کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پاکستان له لوري د پړې ګوته نيول کېږي چې له خاورې یې وسله وال ور اوړي او پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.
پاکستانيو امنیتي ادارو ویلي له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستاني ځواکونو پر چوڼیو او نورو هدفونو د وسله والو بریدونه ډېر شوي.
خو طالبان وايي چاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم هېواد خلاف وکاروي.
د خواله رسنیو کاروونکو غبرګون
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې وايي، له دې سره چې په کابل او اسلام اباد دواړو کې ځايي رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې حنا رباني کر دې سفر ته ډېر پوښښ ورکړی، هملته په دواړو هېوادونو کې پر ټولنیزو رسنیو هم په دې سفر ځکه تاوده بحثونه کېدل، چې پر کابل واکمنو طالب مشرانو سره د خبرو لپاره د ګاونډي هېواد پلاوی د یوې مېرمنې په مشرۍ کې ورځي.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د مېرمن کر ټيکری او له کوربنو طالب مشرانو د خولې پر روغبړ او خبرو هم بحثونه کړي او ځينو يې پر طالب واکمنو نیوکې هم کړې دي، چې په خبره يې په خپل هېواد کې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز دی، خو د ګاونډ له ښځو سره خبرې او ملاقاتونه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کر په مشرۍ پاکستاني پلاوي د کابل دغه سفر داسې مهال کړی، چې پرون دوشنبه د پاکستاني طالبانو له لوري په یوه بیان کې وویل شوو، چې د پاکستاني پوځ پر ضد وسلوال بریدونه بیا پیلوي.
د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو پایله کې چې کوربه توب يې په کابل کې د طالبانو حکومت کاوه، ډز بندي اعلان شوې وه او له پروني بیانه داسې ښکاري، چې دغه ډزبندي نوره پای ته رسېدلې ده.












