طالبان: پاکستان سره د ډبرو سکرو هېڅ تړون نه لرو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
د طالبانو د کانونو وزارت وايي، له پاکستاني حکومت او یا هم د دغه هېواد له کومې کمپنۍ سره یې سره د ډبرو سکرو قرارداد نه دی کړی.
طالبان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف خپلو چاروکو ته سپارښتنه کړې وه چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه وارېدونکي د ډبرو سکاره ډېر کړي.
ښاغلي شریف همدا راز ویلي و، هېواد به یې له افغانستانه د ډبر سکرو په وارداتو سره هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالر وسپموي.
د طالبانو د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان بي بي سي پښتو ویب پاڼې سره خبرو کې پاکستان سره د ډبرو سکرو هر ډول رسمي تړون رد کړی او وايي" نه د پاکستان له حکومت او نه هم له هېڅ پاکستانۍ کمپنۍ سره تړلون لري."
په پاکستان کې ډبرو سکرو ته وروسته له هغه اړتیا ډېره شوه چې د جنوبي افریقا او ځینو نورو هېوادونو پرې صادرات کم کړل.
په همدې حال کې، د طالبانو ماليې وزارت وايي، له افغانستانه یې د صادرېدونکو ډبرو سکرو تعرفه لوړه کړې او له دې وروسته به سوداګر د یو ټن ډبرو سکرو تعرفه ۲۰۰ ډالره ورکوي.
له دې وړاندې افغانستان کې د هر ټن ډبرو سکرو تعرفه ۹۰ ډالره وه.
د طالبانو د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان بي بي سي ته ويلي، د مالیې وزارت له خوا یې نوې ټاکل شوې تعرفه هغو سوداګرو لپاره ده چې غواړي له افغانستانه ډبرو سکاره بهر ته ولېږدوي.
د ښاغلي برهان په ټکو:" موږ د ډبرو سکاره یوازې پر خپلو داخلي سوداګرو او خصوصي سکتور پلورو او دا د هغوی خوښه ده چې هر هېواد ته یې وړي."
پاکستان کې د ډبرو سکرو یو سوداګر بي بي سي ته ویلي، افغانستان کې یو ټن ډبرو سکاره په ۱۸ زره افغانۍ پېري او پاکستان ته یې تر لېږد پورې ټول لګښت ۵۰ زره کلدارې کېږي.

د عکس سرچینه، Taliban
سره له دې چې د طالبانو د مالیې وزارت افغانستان کې د ډبرو سکرو د تعرفې لوړولو خبر ورکوي، خو نړیوال بازار ته په کتو د افغانستان ډبرو سکرو بیه لا هم ټیټه ده.
په نړیوال بازار کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه تر شاوخوا ۴۰۰ ډالرو ته رسېږي.
د طالبانو کانونو وزارت په کلدارو د ډبرو سکرو د تعارفې اخېستل هم رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د ډیورنډ تر پولې د ډبرو سکرو هر ډول عملي پروسس او د خرڅلاو چارې په افغانۍ کېږي او حکومت ته تعرفه په افغانۍ ورکول کېږي.
د طالبانو د کانونو وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان کې د ډبرو سکرو ۸۰ کانونه پېژندل شوي دي.
د دغو پېژندل شویو کانونو له ډلې پر ۱۷ کانونو د استخراج کار روان دی او ۶۳ نور یې د طالبانو حکومت "خوندي شوي" اعلان کړي دي.
د طالبانو د کانونو وزارت د شمېرو له مخې افغاستان ۲۳ نیم میلیون ټنه ډبرو سکاره لري خو خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.










