طالب چارواکي وايي هره ورځ ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي

د ویډیو تشریح، طالب چارواکي وايي هره ورځ ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت وايي په ورځني ډول پاکستان ته د ډبرو سکرو پنځلس زره ټنه صادرات لري چې له امله یې د حکومت خزانې ته ډېره ګټه رسېږي.

دغه وزارت بي بي سی پښتو ته ویلي صادارات ټول د افغان شرکتونو لخوا پر مخ وړل کېږي او له کوم پاکستاني شرکت سره مخامخ قرارداد نشته.

ولسي افغانان وايي دغه کار د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې د سون توکو بیې لوړې شي او همدې بیا د یو شمېر کارځایونو چارې ټکنې کړې دي.