شهبار شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو چټکېدو لارښوونه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه یوه مهمه غونډه ترسره کړې ده.
د شهباز شریف دفتر پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د لېږد چارو د ښه کېدو پر څرنګوالي بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، "لومړي وزیر ته وویل شول چې په لومړي ګام کې له افغانستانه یوازې د ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) برېښنا فابریکو د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شي."
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي هغه د اورګاډو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه د وارېدېدونکو سکرو د ژر رسیدو ډاډمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
ښاغلي شریف له افغانستانه د سکرو د وارداتو چټکېدو لپاره د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د ټولو اړوندو چارواکو د یوې کمېټې د جوړېدو لارښوونههم کړ ې.
پاکستان چې دمګړۍ پکې د تېلو او برېښنا بیې په بې مخینې توګه لوړې دي، هیله من دی چې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات به ورسره ارزانه برېښنا ته لاسرسي کې مرسته وکړي.
دغه هېواد کې د برېښنا د کمښت له کبله پرچاوۍ هم ډېرې دي او د رپوټونو له مخې ځینې سیمو کې یې ساعتونه ساعتونه برېښنا نه وي.
پژواک خبري اژانس لیکلي چې پاکستان د برېښنا د تولید فابریکو لپاره ۷۰ سلنه سکاره له سویلي افریقا واردوي چې هغه ورته په ډېره لوړه بیه پرېوځي.
روان کال د نړۍ په کچه د ډبرو سکرو بیې تر هغې وروسته د ریکارډ په کچه لوړې شوې چې لومړی یې تر ټولو ستر صادرونکي اندونیزیا یو ناڅاپه د صادراتو د درېدو اعلان او ورپسې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت چې له تېر نظام سره په توپېر له نړیوالو مرستو چورلټ بې برخې دی، هڅه کوي چې خپل لګښتونه او بودیجه تر ډېره د کانونو له سکتوره لاس ته راوړي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي د جوزا یا غبرګولي له ۲۶مې د چنګاښ تر لومړۍ نېټې یوازې یوه اوونۍ کې یې څه باندې څلور سوه نهه ویشت میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ عواید راټول کړې دي.
د یادونې ده چې طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو تعرفه هم له شل سلنې دېرش سلنې ته لوړه کړې ده.
رویټرز خبري اژانس تېره می میاشت کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له خولې لیکلي وو چې دوی تر هغې وړاندې شپږو میاشتو کې د ۱۶ میلیارد افغانیو ډبرو سکرو له صادراتو شاوخوا ۳ میلیارد افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس مولوي محمد رسول عقاب هم بي بي سي ته ویلي و چې دوی د کانونو د استخراج له اړخه د تېر حکومت له شپږ میاشتو ډېر عواید اوس یوازې په یوه ورځ کې راټولوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز تېره میاشت د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي په حواله چې د سرچینې په وینا نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، لیکلي و له افغانستانه یې د سکرو واردات ډېر شوي او یوه میاشت کې ۵۰۰ زره ټنو ته رسېدی شي.
د رپوټونو له مخې د افغانستان ډبرو سکاره پر پاکستان سربیره چین ته هم صادرېږي.
د یادونې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر پر ټویټرپاڼه له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه د دې ناستې د خبر تر خپرېدو وروسته د خواله رسنیو افغان کارنو ترمنځ په دې اړه تاوده بحثونه او بېلابېلې تبصرې پیل شوې دي.










