د افغانستان کانونه؛ د طالبانو حکومت عواید څنګه ډېر شوي؟

- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان له کانونو د دوی د ترلاسه کوونکو عوایدو ډېرېدو خبره کوي او هیله مندي ښيي چې راتلونکو میاشتو کې د نویو قراردادونو له ورکولو وروسته به یې دا عواید نور هم لوړ شي.
په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کانونو د کیندنو د دوام ترڅنګ، اوسمهال د طالبانو حکومت د سترو کانونو، ګازو او نفتو د کیندنو په اړه هم له نړیوالو په ځانګړي ډول له چینايي شرکتونو سره لیده-کاته پیل کړي چې د دغه جنګځپلي هېواد د 'لاس ناخوړلیو' کانونو د مدیریت په اړه یې هم بحثونه پنځولي دي.
تر اوسه د درې سترو چینايي شرکتونو چارواکو له طالبانو سره لیدلي دي.
د چین د نفتو ملي شرکت، چې د تېر حکومت پر مهال د افغانستان په شمال کې د سرپل د نفتي سرچینو د استخراج قرارداد یې ګټلی و او "ایم سي سي" شرکت چې د میس عینک کان قرارداد ور سره دی، له طالبانو سره په لیدنو کې د خپلو کارونو بیا پیلولو چمتووالی ښودلی دی.
د "آی ایردن Ei-Erdun" شرکت د چین د سترو شرکتونو له ډلې بل هغه دی چې مشر یې "هاین ما" د طالبانو د کانونو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د طلا کانونو په استخراج کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې وړاندیز کړی دی.
د دوی خبرې اترې تر ډېره د سترو کانونو لکه میس عینک، طلا، نفتو او یو شمېر نورو کانونو د استخراج پر څرنګوالي ور ټولې وې.
له طالب چارواکو سره د چینايي شرکتونو د استازو له لیدو کتو داسې برېښي چې دغه شرکتونه د افغانستان د کانونو د کیندنو د قراردادونو په ترلاسه کولو کې له نورو ځان مخکې کوي.
خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس مولوي محمد رسول عقاب بي بي سي ته وویل، د چینايي پانګوالو پانګونې ته چندان هیلهمن نه دي:
"چینايي پانګه وال په دې وروستیو کې ډېره علاقه مندي ښيي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو کله هم چې موږ له دوی سره مجلسونه کوو، له دوي غوښتنه کوو په کوم ځای کې چې پانګونه کوي، باید په قاطع ډول رامخکې شي او عملي ګام واخلي، نه دا چې خبرې یوازې شعاري بڼه ولري او وخت سره ضایع کړو."
د کانونو استخراج کې روڼوالی
له دغو خوځښتونو سره هممهال په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کانونو د کیندنې چارې د تېر په څېر روانې دي چې یو شمېر کان کیندونکي او کاروباریان په دغه برخه کې د چارو د ښه والي خبره کوي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجرایوي مشر محمد کریم عظیمي بي بي سي ته وویل، د منځنیو یا متوسطو کانونو د استخراج له پیلېدو سره، د ډبرو د پروسس یو شمېر کارخونې بېرته فعالې شوي او له هېواده بهر د صادراتو اجازه یې ترلاسه کړې ده. دی وايي:
" ډېری کوچني او منځني کانونه لکه د مرمرو، ډبرو سکرو، نفرایټ، کرومایټ او نور چې خصوصي سکټور یې داوطلبۍ ته د وړاندې کولو غوښتنه کوله؛ پر هغو کارونه روان دي او عملا داوطلبیو ته وړاندې شوي دي. ترڅنګ یې د یو لړ سترو کانونو د استخراج پر میکانیزم هم کار روان دی."
د افغانستان مزار شریف ښار کې د مالګې د پروسس د یوې کارخونې مدیر "ارین تکل" (مستعار نوم) چې د کانونو د استخراج او پروسس برخه کې هم تجربه لري، وايي، د تېر پرتله د داوطلبۍ او قراردادونو د ورکړې بهیر شفاف او د کانونو سیمو ته لاسرسی اسانه شوی دی. دی زیاتوي:
"د پخوا پرتله شفافیت ډېر زیات رامنځته شوی، اداري او مالي فساد له منځه تللی، پخوا به حکومت نه توانېده چې کانونه قراردیانو ته وسپاري، ځکه ځینو قومونو او ځايي زورواکو به کانونه خپل شخصي ملکیت ګاڼه، خو په دغه برخه کې ډېر زیات پرمختګ شوی او شرکتونه کولی شی، خپل اکتشاف او استخراج رامنځ ته کړي."
که څه هم د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس مولوي محمدرسول عقاب بي بي سي ته وویل، د کانونو د کیندنې چارې د ده په ټکیو له منل شویو اصولو او تخنیکي معیارونو سره سمې پر مخ ځي،خو ښاغلي تکل وايي:
"تخنیکي برخه کې ستونزې یو څه زیاتې شوې دي، ځکه حکومت ډېر ارزښت د قراردادیانو له خوا لوړ قیمت ته ور کوي. اوس مهال حکومت ډېره پاملرنه هغو کوچنیو کانونو ته کړې چې په اسانۍ سره استخراجېږي او کولی شي د حکومت خزانې ته عواید را وړي."
د پخوا پر تله د تعرفو بیې لوړې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تازه په ننګرهار، کاپیسا، هرات، دایکنډي، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د سترې کچې ۳۱ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې دي.
د دغو کانونو په ډله کې د مرمر ډبرو، ګرانیت ډبرو، تراورتن ډبرو او د شوکاڼي یا تالک کانونه شامل دي.
د تالک ډبرو د ټولنې غړي او په ننګرهار کې د دغو ډبرو د یوه استخراجوونکي شرکت مشر میاګل بي بي سي ته وویل، طالبانو د تالک ډبرو یا شوکاڼي دکانونو په کیندلو کې د ماشینونو پر کارولو بندیز لګولی، خو ابتدايي وسایلو یې استخراج روان دی او تعرفې هم څو برابره لوړې شوې دي: " د جمهوریت پر مهال د تالکو پر یو ټن تعرفه تر ۶۷۲ افغانیو اخیستل کېده، خو اوس ۱۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي."
طالبانو په بغلان او هرات ولایتونو کې د کوچنۍ کچې د نهو کانونو د استخراج پروژې چې په ډله کې یې د مرمر ډبرو، د ودانیو د بنسټ ډبرو، چونې او ګچ کانونه شامل دي، داوطلبۍ ته وړاندې کړي چې له ډلې یې اته د افغانستان په شمالختیځ بغلان کې دي.
په لنډمهال کې د ډبرو سکرو کانونه د هغو عواید لرونکو کانونو له ډلې دي چې د طالبانو پام یې د ځان پر لور کړی دی.
د ډبرو سکرو د کانونو په کیندلو او کاروبار کې ښکېل محمد شیر غیاثي د خپل کاروبار د غوړېدو په اړه بي بي سي ته وویل: " موږ د بغلان، سرپل او بامیان په ځینو ولسوالیو کې د ډبرو سکرو استخراج کوو، کاروبار مو ډېر ښه دی، خو په دې وروستیو کې د کانونو وزارت تعرفې ۵۰۰ افغانۍ لوړې کړې دي."
اتو میاشتو کې اته میلیارده عواید
د طالبانو حکومت له کانونو د عوایدو د ډېرېدو خبره کوي او زیاتوي، له دې درکه د دوی تر لاسه کېدونکي عواید د تېر حکومت له عوایدو سره د پرتلې نه دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس مولوي محمدرسول عقاب ادعا کوي، د طالبانو له حاکمیت وروسته یې له اته میلیاردو افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي: " د تېر کال پرتله خو د اسلامي امارت [ د طالبانو حکومت] عواید له تصور پورته لوړ شوي دي. د تېر کال په پینځو - شپږو میاشتو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ عواید لرل، خو موږ توانېدلي یوو دغومره عواید په یوه ورځ کې راټول کړو. داسې ورځ هم راغلې چې تر ۱۸۰ میلیونو افغانیو عواید مو هم لرلي دي."
بي بي سي په خپلواک ډول د دغو ادعا شویو شمېرو پخلی نه شي کولای.
د افغانستان د مخکیني حکومت د کانونو وزارت یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، په دا وروستیو کلونو کې د دغه وزارت کلنۍ ګټه وټه په منځنۍ کچه تر اوو میلیارده افغانیو رسېده.
د کانونو په چارو کې ښکېل کسان د تعرفو لوړوالی، له شرکتونو د تېر حکومت د پورونو راټولول او د کاني سیمو د کنټروال پراخوالی چې پخوا د حکومت پر ځای د طالبانو د نفوذ سیمې وې، له کانونو د طالبانو د عوایدو د ډېرو لاملونه ګڼي.
طالبان هم له شرکتونو د جمهوريت مهال پورونو راټولول مني، خو وايي، هغه پورونه یې له کانونو د ترلاسه کړیو عوایدو یوه کوچنۍ برخه جوړوي.
خپلسرې کېدنې لا هم ننګونه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کانونو خپلسرې کیندنې او قاچاق هغه ننګونې وې چې تېرې دوه لسیزې تل افغان حکومت ور سره لاس او ګرېوان و او د جمهوریت تر پرځېدو پورې دا ستونزې هغسې چې ښایېدې، حل نه شوې.
د تېر حکومت چارواکو ان له پرځېدو څو میاشتې وړاندې ویلي وو، هغه سیمې چې پکې ناقانونه کیندنې او قاچاق کېږي، د کانونو وزارت له لوري پېژندل شوې دي.
د پخواني حکومت د چارواکو په خبره، ځايي خلکو، سیمه ییزو زورواکانو او وسله والو مخالفانو یې د کانونو په ناقانونه کیندنو او قاچاق کې مهم رول درلود.
د کانونو پخواني وزیر هارون چخانسوري ویلي وو، په ۵۷ سرحدي ولسوالیو کې د کانونو غیرقانوني کیندنې روانې دي.
اوس هم په پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د بدخشان د طلا په کان او د پنجشیر د زمرودو په کانونو کې غیرقانوني کیندنې روانې دي.
په پنجشیر کې یوه کان کیندونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخلو بي بي سي ته وویل، له اپرېل میاشتې وړاندې د پنجشیر د زمرودو په کان کې کابو زر کسان په ناقانونه کیندو لګیا وو. دغه کس وايي:
"پخوا ډېر کسان په کار بوخت وو، خو اوس د روژې په خاطر د کاریګرو شمېر کم شوی دی. همدارنګه د ځینو نورو مشکلاتو له امله چې کاریګرو لرل لکه کله به یې پلتې او پټاکۍ نه پرېښودې او کله به یې نورې پلمې کولې هم د کاریګرو شمېر کم کړی دی. خو له روژې مخکې د کاریګرو شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته رسېده. اوس د پریان څخه هم ګڼ کسان خاورې چاڼولو او وینځلو ته راغلي او د سیمې خلک هم ور سره په کار بوخت دي چې شمېر یې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ کسانو ته رسېږي."
یو شمېر سرچینو بي بي سي ته د افغانستان د ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو په ځينو سیمو کې هم د لوړبیه ډبرو په کانونو کې د ناقانونه کیندنو خبره کړې ده.
د طالبانو دکانونو او پټرولیم وزارت د عواید رییس مولوي محمدرسول عقاب ټینګار کوي چې په افغانستان کې د کانونو د خپلسرو کیندنو بهیر درېدلی، خو په پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې روانې خپلسرې کیندنې مني. دی وايي:
" د تېر په څېر په پراخه کچه استخراج نه شته، خو په ځینو کې ځایونو کې به په پټه روان وي، دا منو. د طلا کانونو په خپلسرو کیندنو خبر یوو، خو د ځايي خلکو د بې کارۍ د مخنیوي لپاره مو بندیز پرې نه دی لګولی."
خو په پنجشیر کې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل، هلته د زمرودو کانونو کې خپلسرې کیندنې داسې سیمو کې کېږي چې د ورتګ لارې یې پېچلې دي او د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې نه دي.
ظاهراً طالبان هڅه کوي، په کم وخت کې خصوصي سکټور ته له داوطلبۍ وروسته د کوچنیو او منځنیو کانو د استخراج ډېر قراردادونه ورکړي، خو د دې برخې کارپوهان په راتلونکي کې د کانونو د نامسلکي کیندنو د پایلو په اړه اندېښنه ښيي.
د افغانستان د کانونو پخوانی وزیر وحیدالله شهرانی خبرداری ور کوي چې د کانونو په کیندلو کې د تخنیکي او مسلکي معیارونو له پامه غورځول کولای شي راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري:
" په نامسلکي توګه او له مسلکي څارنې پرته د کانونو کیندل به بدې پایلې ولري. دا پایلې به چاپيریالي، د کاریګرو او ځايي خلکو روغتیايي ستونزې وي چې په اوږدمهال کې به ډېر تاوان ورسوي. له دې سربېره په خپلسري ډول د کانونو کیندل او کله نا کله په کانونو کې ناتخصصي چاودنې د کانونو اقتصادي ارزښت هم پاموړ کمولی شي."
کابو یوه لسیزه وړاندې افغانستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې وپېژندل شو چې تر ځمکې لاندې ډېر کانونو لري.
د امریکا د دفاع وزارت او د دغه هېواد د ځمکپوهنې ادارې د کارپوهانو یوې ګډې ډلې اټکل کړی و چې د افغانستان د میسو، اوسپنې، نیوبیوم، لیتیوم او طلا کانونه زر میلیارده ډالره ارزښت لري.
د امریکا پر دغه راپور پسې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت اعلان وکړ چې د افغان دولت د اټکل له مخې، د دغو کانونو ارزښت درې زره میلیارد ډالره ته رسېږي.
هغه مهال دغو راپورونو او د میس عینک کان قرارداد په خلکو او حکومت کې تازه هیلې وټوکولې چې ګوندې افغانستان به تر راتلونکو څو لسیزو له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي او خلک به یې اقتصادي هوساینې ته ورسېږي، خو ورځ تر بلې د جګړې زیاتوالي او د بدامنیو پراخېدو دغه هیلې ورو ورو کمرنګه کړې.
ولس هوسا کېدای شي؟

اوس چې د طالبانو حکومت د افغانستان اقتصادي هوساینې ته د رسېدو په پار د کانونو استخراج ته کار ویلی، مهمه پوښتنه دا را ولاړېږي چې په اوسنیو شرایطو کې د کانونو د استخراجېدو تحقق او د خلکو د ژوندانه په ښه والي کې یې له عوایدو استفاده شونې ده؟
د کانونو پخوانی وزیر وحیدالله شهراني چې د افغانستان د کانونو په استخراج کې له بهرنیو شرکتونو سره د پانګونې په برخه کې د خبرو اترو څو کلنه تجربه لري، وايي: "د افغانستان د کانونو په استخراج کې باید یو ډول نسبي تنوع رامنځته شي، په دې معنا چې د افغانستان ټولې کاني زېرمې باید د یوه هېواد دولتي شرکتونو انحصار ته ور نه کړل شي. دمګړۍ که د افغانستان اوسنی حکومت غواړي چې له کانونو ښه استفاده وشي، غوره او معقوله لاره دا کېدای شي چې د افغانستان د کانونو د پانګونې په برخه کې تنوع رامنځته کړي. لکه هغه هېوادونه چې کاني موادو ته ډېره اړتیا لري، هغوی سره دې اړیکه ونیول شي او له هغوی دې وغوښتل شي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. دې کار سره د افغانستان اوسنی حکومت کولی شي یو ښه او سالم چاپېریال رامنځ ته کړي چې دغه کانونه د افغانستان د خلکو په ګټه وکارول شي."
کارپوهان وايي، که څه هم د افغانستان د کانونو استخراج او د دغه صنعت غوړېدل کلونه وخت ته اړتیا لري، خو ټینګار کوي چې د دغه هېواد د کانونو ظرفیت دومره لوړ دی چې د تلپاتې امنیت په صورت کې د دغو کانونو تر استخراجېدو وړاندې به لا د ډېرو پانګهوالو پام د ځان پر لور کړي، خو دا کار د حکومت په کچه ښه مدیریت ته اړتیا لري.
اوسمهال چې په ځانګړي ډول د کانونو برخې افغان کادرونه ځینې له هېواده وتلي او ځینې نور یې په کورونو کېنول شوي، د دې برخې د معیاري مدیریت برخه کې د طالبانو د حکومت رول او وړتیا د وخت په تېرېدو ښه تره څرګندېدای شي.








