د افغانستان کانونو وزارت د پوروړو شرکتونو نومونه افشا کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کانونو او پېټرولیم وزارت د دغې ادارې د پوروړیو شرکتونو نومونه افشا کړي او وايي، که دا پوروړي شرکتونه حاضر نه شي او خپل پور ورنه کړي، نو څارنوالۍ ته به یې ور وپېژني.
شرکتونه د ځایونو د کرایو، حق الامتیاز، او د کانونو وزارت د مالیو په ورکړه کې د ځنډ له امله تر ٤٠٠ میلیون افغانیو پوروړي دي.
یاد وزارت اوس مهال د ۴۷ پوروړیو شرکتونو نومونه په ډاگه کړي دي.
دا ټول پوروړي شرکتونه په کابل ولایت کې فعالیت لري.
د کانونو او پېټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي بي بي سي ته وویل، ژر به په ولایتونو کې د دغه وزارت د پوروړیو شرکتونو نومونه هم په ډاګه شي.
د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له کانونو او پیټرولیم وزارت سره تر زرو ډېر شرکتونه په بېلابېلو برخو کې تړونونه لري.
دا وزارت وايي، د کانونو ودانیز شرکتونو قراردادونه یې افغان شرکتونو ته سپارلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي مطفي په وینا، بهرني شرکتونه هم په لویو برخو کې له دغه وزارت سره تړونونه لري.
د جلال گرديزي شرکت چې نوم يې د کانونو د وزارت په خپاره کړي نوملړ کې شته پردغه وزارت تور پورې کړى چې د کار مخه يې ډب کړې. د شرکت رییس بهاوالدین جلالزي د کانونو له وزارته غوښتي چې تړونونه دې ور وسپاري څو دوى خپل پورونه پرې کړي.
په همدې حال کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس رحیم الله سمندر وايي، په افشا شوي لېست کې د کانونو د لویو شرکتونو نومونه نشته. د ده په ټکو هغو سیمو کې چې کانونه وي امنیتي ستونزې، د سیمه ییزو زورواکو لاسوهنې او ناقانونه باج اخېستنې د دې لامل کېږي چې قراردادیان نه شي کولی د خپلو تړونونو له مخې خپل کارونه پوره کړي.
د کانونو پوروړي شرکتونه ظاهرا"لوی شرکتونه نه دي. شننونکي وايي د پوروړو شرکتونو د نومونو افشا کول لویو شرکتونو ته هم د خطر زنګ دی.










