افغان ولسمشر له جرمني وغوښتل د هلمند لیتیمو کانونه وڅېړي

ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر له جرمن سیال سره.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني ولسمشر ته وړاندیز کړی، چې د دغه هېواد د ګاډو جوړولو شرکتونه د افغانستان د لېتیمو د کانونو په اړه څېړنه وکړي چې په دې صنعت کې ترې څومره ګټه اخېستل کېدی شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دا ډول هڅو سره غواړي د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ د افغانستان په لیتیمو کې پانګونه وکړي.

ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی و.

د ارګ د وېبپاڼې له مخې ولسمشر غني له جرمن سیال سره په خبرو کې وویل، چې د هلمند ولایت د لېتیمو کیفیت ډېر لوړ دی چې د موټر جوړولو په صنعت کې ورنه سمه استفاده کېلی شي.

"ولسمشر وړاندیز وکړ چې د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ دې په دغه برخه کې څیړنې وکړي چې څنګه له دغو کانونو څخه د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده کولی شي؟"

د دي ويبپاڼې د خبر له مخې د جرمني ولسمشر هم له افغان سیال سره ژمنه وکړه، چې په دې به غور وکړي چې د جرمني د موټرو جوړولو کمپنۍ د لیتیمو له کانونو څخه د استفادې په برخه کې له افغانستان سره څنګه همکارۍ کولی شي.

دواړو مشرانو په افغانستان کې پر روان سیاسي او امنیتي حالت او راتلونکو پارلماني ټاکنو هم خبرې وکړې.

له جرمن سرتېرو سره لیدنه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمني دا مهال په افغانستان کې ۹۴۰ سرتېري غواړي.

ښاغلی شټاین مایر په قزاقستان کې له یوې غونډې وروسته افغانستان ته لاړ او له ولسمشر غني مخکې یې په مزار شریف کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

ده په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د خدمت مننه وکړه، خو ټینګار یې وکړ، چې حکومت یې له افغانانو د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کې د لا نور مسولیت د اخېستو تمه لري.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۹۴۰ تنه سرتېري لري، چې پخوا یې شمېر پینځو زرو ته رسېده.

ښاغلي شټاین مایر همداراز ویلي، چې افغان حکومت باید په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو د یو ځای کولو او د پخولاینې لپاره د هلو ځلو مشري وکړي.