جرمني کې 'د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان نه دی'

د عکس سرچینه، FACEBOOK
په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق وایي داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي هغه کس چې څه موده وړاندې د جنسي تېري او قتل په تور ونیول شو، افغان وي.
نژدې یوه اوونۍ وړاندې جرمني کې یو ۱۷ کلن هلک په دې تور د دغه هېواد پولیسو ونیو چې د رپوټونو پر بنسټ یې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ وژلې وه. دغه نجلۍ ماریا لیدنبرګر نومېده چې د طب پوهنځي محصله او د کډوالو د یوه مرکز داوطلبه کارمنه وه.
پلټونکو ویل، پر ماریا لومړی جنسي تېری شوی و او بیا سیند ته غورځول شوې.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
افغان سفیر وایي له ګونګوسو خپرېدو وروسته چې د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان دی، دوی د جرمني له پولیسو سره تماس ونیوه.
ښاغلی صدیق وايي "د جرمني پولیسو موږ ته وویل تر اوسه څه نه دي ثابت شوي ". ښاغلي صدیق زیاتوي "موږ ته پولیسو هم دا ثابته نه شو کړای چې دا کس افغان دی، ځکه موږ ترې وپوښتل چې نوم د زېږېدلو ځای او نور مالومات یې راکړئ، خو هغوی دا کار ونشو کړای ".
د ښاغلي صدیق په وینا کېداي شي جرمني ته رسېدو سره یې ادعا کړې وي چې افغان دی، خو "په یوې ادعا څوک افغان کېدی نشي. دا کس افغانستان کې نه دی زېږېدلی او نه هم په هغو مرکزونو کې چې د افغانانو پېژندنه پکې کېږي چې سفارت او کونسلګري ده، د دې کس په تړاو اسناد نشته ".
ویل کېږي پېښه د اکتوبر پر ۱۶ شوې وه. کله چې ماریا لیدنبرګر د جرمنی په فریبرګ ښار کې د پوهنتون له مېلمستیا ستنېدله، په پلې لار کې پرې برید شوی و.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
له پېښې وروسته د جرمني د لومړۍ وزير مرستيال رګمار ګابريل وویل د هغه افغان کډوال نيول بايد د خلکو "احساساتو د پارولو او د توطيې" لپاره و نه کارول شي چې پر يوې جرمنۍ نجلۍ د جنسي تېري او د وژلو تور پرې پورې دی.









