
په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو دغه پیسې ورکړل شوې دي.
د هغو وژل شوو افغانانو کورنۍ له جرمني حکومته د تاوان غوښتنه کوي، چې په ۲۰۰۹ کال یې غړي په یوه هوايي برید کې وژل شوي وو.
د ۲۰۰۹ په سپتمبر کې په کندوز ولایت کې د مېشتو جرمني ځواکونو په غوښتنه ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.
اوس د وژل شوو کورنۍ په جرمني کې له حکومته د مالي تاوان غوښتنه کوي، چې اټکل دی، دغه مالي تاون به درې اعشاریه درې میلیون یورو وي.
په ۲۰۰۹ کال، په کندزو ولایت کې د جرمني پوځ د طالبانو له لوري د دوو تیلي تښتول شوو ټانکرونو پر سر د بمبارۍ امر کړی و.
پوځي ویلي وو، چې په دغه برید کې ۹۱ کسان وژل شوي، خو د وژل شوو د کورنیو وکیلانو ویلي، چې د وژل شوو شمېر ۱۳۷ کسه دی.
په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې له ټانکر څخه یې د تېلو د رایستلو هڅه کوله.
د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر پر څلورمه دغه تر ټولو لوی لانجمن برید په افغانستان کې د جرمني پوځيانو ته د خلکو نظر بدل کړ.
جرمني پوځيانو د ناټو په مشرۍ د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کاوه.
د دغو افغان کورنیو یوه وکیل کریم پوپل ویلي، چې موکلین یې ددې پېښې له کله له جرمن حکومته د څلورو میلیونو او څلور سوه زره ډالرو غرامت غوښتنه کوي.
"په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو دغه پیسې ورکړل شوې دي."
ښاغلي پوپل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: "ددغه وحشیانه جنګي عمل له کبله، ګڼې یتیمان او کونډې ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ نه شي موندلی. له پېښې تقریباً ټول ژغورل شوي رواني ناروغۍ لري، چې هېڅ ددرملنې توان هم نه لري."
ښاغلي پوپل چې دی د وژل شوو د ۷۹ کورنیو د ۴۲۶ غړو استازیتوب او وکالت کوي.
د جرمني په بن ښار کې یوې محکمې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د غرامت له اړخه د جرمني دولت ته ۱۰ وړاندیزونه رسېدلي دي.
خو کریم پوپل تېر کال د هر قرباني شوي کس لپاره له همدې محکمې د ۳۳ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني دفاع وزارت منلې وه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به پنځه زره ډالر ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه ۹۰ کورنیو دغه پیسې ورکړل شوې دي.
جرمني تر امریکا او برتانیا وروسته د ناټو په چوکاټ کې نژدې ۴۶۰۰ پوځيان لري، چې د هېواد په شمال کې مېشت دي.












