|
جرمني: پرکندوز د بمبار امر موږ ورکړی و | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جرمني له خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې ناټو ځواکونو ته يې د افغانستان په شمال کې د هوايي بريد امر ورکړى وو. په دغه بريد کې په لسگونو کسان وژل شوي . افغان چارواکي وايي د طالبانو له لوري د يرغمل شويو دوو ټانکرو د په نښه کولو پر مهال وژل شويو کسانو کې لږ تر لږه ٣٠ يې ملکيان دي . په ستاکهولم کې د اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو دغه هوايي بريد نه منونکى مصيبت بللى دى . د جرمني د دفاع وزير فرانز يوزيف يونگ وايي يرغمل کوونکي جرمني سرتېرو ته لوى گواښ وو : '' لکه څنگه چې تاسې پوهېږئ طالبانو جرمني ځواکونو ته گواښونه کول، په ځانگړې توگه له عمومي ټاکنو وړاندې . نو ځکه طالبانو د تېلو دوه ټانکر ونيول چې زموږ سرتېري له مهم خطر سره مخامخ کړي.'' د پېښې په اړه پلټنې د ناټو چارواکو يوه ډله د افغانستان شمال ته تللې، دغلته تېره ورځ يوه امريکايي هوايي بريد د طالبانو له لوري دوه تښتول شوي د تيلو ټانکر په نښه کړي وو. ناټو د پېښې د ځاى د ليدلو ترڅنگ د پېښې د څرنگوالي او لامل مالومولو لپاره د کندز په روغتون کې له ټپي شويو ملکيانو سره هم خبرې کړي دي .
ځينې عيني شاهدان وايي چې ملکي کسان د طالبانو په بلنه د تېلو له ټانکره د تېلو وېستو ته ور غونډ شوي وو. په همدې مهال په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر يوناما د کندز د پېښې په اړه چې ويل کيږي ملکي کسان هم په کې وژل شوي ژوره خواشيني ښوولې او پلټنو غوښتنه يې کړې ده. يوناما په پېښه کې د وژل شويو او ژوبلو کسانو له کورنيو سره د سملاسي مرستو غوښتنه کړې ده. د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) ژمنه کړې، چې د افغانستان په شمالي کندوز ولايت کې د تېرې هغهې پېښې په اړه به پلټنې کوي، چې ډېری په کې ولسي وګړي ووژل شول . په بمبارۍ کې د تېلو دوه ټانکونه په نښه شوي وو، چې طالبانو تښتولي وو . ويل کېږي ولسي وګړو ته هله مرګ ژوبله واوښته، چې په اوبو کې د تېلو له يوه بند ټانکر څخه وړيا تېل ترلاسه کړي . افغان ولسمشر حامد کرزي وويل په هره بڼه چې وي د ملکي وګړيو په نښه کول د منلو وړ نه دي . د کندوز والي انجنير عمر وويل ډېری کسان چې په بريد کې وژل شوي، اورپکی وو . په کندوز کې د بي بي سي خبريال وايي چې د ځينو وژل شويو مړي خاورو ته سپارل شوي او ځينې کسان په پېښه کې سوځېدلي، چې د پېژندلو نه دي . د بي بي سي خبريال د سيمه ييزو خلکو له خولې ويلي، چې په دغه پېښه کې کابو دوه سوه تنه وژل شوي، چې ډېری يې ولسي وګړي دي . خو ځايي چارواکي وايي په پېښه کې تر ٣٠ ملکيان وژل شوی دي . ناټو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي دوی باور کاوه چې په سيمه کې يوازې اورپکي وو .
د ناټو سرمنشي اندريس فوغ راسمون ويلي : ((د ايساف ځواکونو د يوه اميرالبحر په مشرۍ له وړاندې د پلټنې يوه ډله سيمې ته استول شوې ده. جنرال مک کريستل له ولسمشر کرزي سره اړيکه نيولې، چې ورسره يې د دغې پېښې په اړه د ژورې پلټنې ژمنه کړې ده. )) دغې پېښې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي . افغان ولسمشر حامد کرزي چې د دغې پېښې په اړه يې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده، ويلي چې په هېڅ حالاتو کې د ملکي وګړو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي . سپينه ماڼۍ وايي د هغو راپورونو په اړه ډېره اندېښمنه ده چې وايي په کندوز کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د وژل شويو ترمنځ ملکي وګړي هم وو. د سپينې ماڼۍ برعکس د امريکا دفاع وزارت لاهم د کندوز د پېښې په اړه خپل غبرګون نه دی په ډاګه کړی . د نوموړي وزارت يوه وياند ويلي چې لاهم د پېښې په اړه پلټنه دوام لري . اروپايي هېوادونو هم خبرداری ورکړی، چې د کندوز په څېر پېښې کولی شي، چې په افغانستان کې د دوی ماموريت اغېزمن کړي . په ستاکهولمن کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو له غونډې وړاندې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ مليبنډ ويلي دي، ډېره اړينه ده چې ناټو د افغانستان له خلکو سره همکاري ولري . ښاغلي مليبنډ ويلي که موږ له يوه پلوه د ناټو قوي تعهد ته اړتيا لرو، له بلې خوا د افغانانو پياوړې ضمه واري هم ضروري ده . ښاغلي مليبنډ ويلي دغه راز ناوړه پېښې په افغانستان کې د ناټو پر ماموريت ناوړه اغېز کوي ، له دې کبله موږ يې بايد په اړه څرګند او واضح وغږېږو او په راتلونکې کې يې د پېښېدو مخه ونيسو . د اروپايي هېوادونو ترڅنګ د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې ويناپاڼې له لارې د دغې پېښې د دقيقې او چابکې پلټنې غوښتنه کړې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه والي : چاودنې ٩٠ تنه وژلي او ١٣ ټپيان دي 04 سپتمبر, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||