|
والي : چاودنې ٩٠ تنه وژلي او ١٣ ټپيان دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې ديوې چاودنې په ترڅ کې شاوخوا نوي طالبان او ولسي وګړي وژل شوي او ١٣ تنه نور ټپيان دي. دکندوز والي انجنير عمر وويل چې پېښه تېره شپه ناوخته ددغه ولايت د علي اباد او چاردرې ولسوالۍ تر منځ شوې ده . دده په وينا د قاري عبدالرحمن په نوم د طالب قوماندان ډلې دکابل – کندوز له لويې لارې څخه دوه ټانکرونه ګرزولي و او له سړک لري يې دسيند په غاړه غوښتل تيل ووېشي چې چاودنه شوې ده . هغه وويل له چاودنې وروسته پترولو اور اخيستی او خلک يې سوځولي چې ٩٠ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي چې په دواړو کې ولسي وګړي هم شته . والي وويل چې دچاودنې لامل معلوم نه دي . دده په وينا په وژل شويو کسانو پنځه چيچيايي ياغيان هم شامل دي چې په سيمه کې يې له طالبانو سره يو ځای دحکومت پر ضد فعاليتونه کول . له بلې خوا د ناټو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې دوی د طالبانو په يوه ډله بمبار کړی او زيات شمېر طالبان يې وژلي دي . خو په ويناپاڼه کې ويل شوي چې دوی داسې راپورونه هم تر لاسه کړي چې په بريد کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې دوی يې په اړه پلټنې کوي . طالبانو ويلي چې په پېښه يوازې ولسي خلک وژل شوي او د دوی جنګياليو ته زيان نه دی رسېدلی . دسيمې خلک وايي چې تر دوه سوه کسانو زيات وژل شوي او داسې کورنۍ هم شته چې تر اوسه پورې يې خپل مړي نه دي موندلي . دوی وايي ولسي خلکو غوښتل چې له ټانکرونو څخه تېل يوسي چې چاودنه پرې وشوه . له بلې خوا چارواکي وايي چې دنيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې درې تنه وژل شوي دي . بريد د يوه سرف ډوله موټر په مټ شوی او وژل شوي کسان ديوه کورني خصوصي امنيتي شرکت کارکوونکي و. د نيمروز امنيه قوماندان عبدالجبار پردلي ويلي چې بريد کوونکي خپل موټر ددغه شرکت دکارکوونکيو له يوه موټر سره جنګولی او چاودنه يې کړې ده . تردې مهاله د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى . په عين حال کې ناټو ځواکونو په جلا جلا ويناپاڼو کې ويلي چې په افغانستان کې يې درې سرتېري وژل شوي دي . دويناپاڼو له مخې دوه سرتېري په سوېل کې دماين په چاودنه کې او يو بل يو دوسلوالو مخالفينو په بريد کې وژل شوی دی . دسرتېرو هويت او ځای ځايګی نه دي په ډاګه شوي . دغه راز د ناټو ځواکونو يو وياند وايي چې د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې يې دعملياتو په پايله کې ١٢ ياغيان وژلي دي . خو طالبان ادعاکوي چې دغلته يې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||