|
پلاوی: د کندوز بمبار کې ٣٠ ولسي وګړي وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کندوز کې د ناټو بريد د څلور کسيزه افغان پلټونکي پلاوي وه غړي ويلي چې د بريد له امله په وژل شويو کې ٣٠ ولسي وګړي وو. د دغه پلاوي يوه غړي محمدالله بتاش د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په بريد کې ٦٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي . دغه بريد د تېلو پر دوو ټانکرو وروسته له هغه شوی، چې وسله والو طالبانو تښتولي وو . ناټو هم د پېښې په اړه پلټنه پيل کړې وه، خو د تلفاتو کره شمېره يې نه ده ښودلې . بريد د روانې سپتمبر مياشتې پر څلورمه د شپې مهال ناټو ځواکونو ته د تېرو پر هغو دوو ټانکرونو وشو، چې خلک ترېنه د تېلو وړلو ته ورغلي ول . کندوز د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر د تللي پلاوي يوه غړي محمد الله بتاش فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې په وژل شويو طالبانو کې يې ځينو وسلې درلودې او ځينې نور بې وسلې ول .
په دغه بريد کې يوولس نور ټپيان شوي هم وو . ښاغلي بتاش د پلټنو نور جزييات نه دي په ډاګه کړي، خو تمه کېږي چې ولسمشر ته د رپوټ تر وړاندې کولو وروسته ښايي چې مفصل رپوټ خپور شي . په کندوز کې د تېلو پر ټانکرونو د بريد امر به دغه ولايت کې د ناټو ځواکونو په مشرۍ جرمني پوځيانو يوه تن قوماندان ورکړی وی . دا مهال په افغانستان کې شاوخوا سل زره ناټو ځواکونه مېشت دي، چې زياتره يې امريکايان دي . په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په زياتېدو سره د ناټو په غړو هېوادونو کې د افغانستان د جګړې د پلويانو شمېر مخ پر کمېدو دی . له دغو هېوادونو څخه يو هم جرمني دی، چې دا مهال له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو پرمهالوېش کار کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ' د کندوز په پېښه کې عام وګړي وژل شوي'06 سپتمبر, 2009 | خبرونه کندوز: تښتول شوی خبريال لاهم بې درکه دی 06 سپتمبر, 2009 | افغانستان جرمني: پرکندوز د بمبار امر موږ ورکړی و05 سپتمبر, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||