BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:29 گرينويچ 2009 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
' د کندوز په پېښه کې عام وګړي وژل شوي'
کندوز
د کندوز والي زياتوي تر اوسه پلټنو ښوولې، چې په بريد کې ٥٦ تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قواندان جنرال سټېنلي مک کريسټل وروسته له هغه، چې د کندوز د پېښې ځای ته تللی، ويلي چې په بريد کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بهرنيو ځواکونو دغه مشر او د ناټو پلټونکې ډله تېره ورځ کندوز ته تللي وو، چې د پېښې ځای له نژدې وګوري .

د دغې لس کسيزه ډلې مشري يوه اميرالبحر جورج سميت کوله، چې بيا وروسته يې په کندوز کې د پېښې له ټپيانو سره هم وليدل .

نوموړي وويل : "د تېلو دوه ټانکرونه په رېګ کې ولاړ وو، چې پر دواړو دوه بمونه راوغورځول شول . د بريد پرمهال په سيمه کې اورپکي هم وو، موږ راغليو يو چې د سيمه ييزو خلکو خبرې واورو ."

ښاغلي سمېت ويلي چې لاهم د پېښې په اړه لږ حقايق د دوی لاس ته ورغلي دي .

خو د يوه افغان تلوېزيون له لارې جنرال مک کريسټل د خپلو پلټنو په اړه وويل چې : "د ايساف ځواکونو د قوماندان په توګه موږ ته د افغانانو د ساتلو او د دوی ژوند ته له پاملرنې پرته نور هېڅ هم ډېر مهم نه دي . "

د جر مني د دفاع وزير په افغانستان کې د خپل هېواد د مېشتو سرتېرو د پرېکړې چې د افغانستان په شمال کې يې هوايي بمبارد کړى ملاتړ کړى دى .

د تېرې جمعې په ورځ د کندوز والي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي وو چې په دغه بريد کې ٩٠ تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي .

په کندوز ولايت کې د ناټو د هوايي ځواکونو په دغه بريدکې په لسگونه خلک ووژل ول .

د جر مني د دفاع وزير فرانز جوزف يانگ ويلي، د تېلو دغه دوه ټانکرونه چې طالبانو تښتولي وو، په سيمه کې د جرمنىانو يوه نژدې مرکز ته لوى گواښ و .

افغان چارواکي وايي د وژل شوىو په ډله کې لږ تر لږه ٣٠ ملکي وگړي وو .

تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي وو چې د ولسي وګړو وژنه هېڅ د منلو وړ نه ده .

د کندوز والي محمد عمر وايي چې په بريد کې زياتره وسله وال وژل شوي دي :

"ما تېره ورځ هم وويل چې په بريد کې اکثريت طالبان وژل شوي او ولسي کسان ښايي هغه وګړي وي، چې د دوی دوستان، د دوی وروڼه او د دوی خپلوان وي، موږ په دې اړه پلټنې کوو، چې په بريد کې وسله وال څومره کسان او ولسي وګړي څومره وژل شوي دي.”

د کندوز والي زياتوي تر اوسه پلټنو ښوولې، چې په بريد کې ٥٦ تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

خو د تېرې جمعې په ورځ د کندوز والي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي وو چې په دغه بريد کې ٩٠ تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت