BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:01 گرينويچ 2009 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د افغانستان جګړه د خلکو په ساتلو ګټل کېدی شي'

د سويډن د بهرنيو چارو وزير (کارل بېلډ)
د سويډن د بهرنيو چارو وزير وويل په ټاکنو کې د جدي سرغړونو په اړه سل ګونو ادعاوو پلټنه بايد وشي، چې له مخې به يې د ده په وينا بيا د ټاکنو پايلې په پراخ ډول د باور وړ وي .
د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيرانو په سټاکهولم کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل د ملکي چارو ابادولو، د فساد او نشه يي توکيو د توليد پر ضد مبارزې ته بايد پام لا نور زيات شي .

خو د ناټو د جمعې ورځې بمبارۍ په اړه اروپايي وزيرانو په خپل غبرګون کې وويل چې ټکان يې خوړلی او دغې پېښې لړزولي دي، دوی دا يوه غمناکه پېښه وبلله .

د سويډن د بهرنيو چارو وزير (کارل بېلډ)، چې د سټاکهولم د غونډې مشري يې کوله، وويل چې موږ په افغانستان کې د اوږده وخت لپاره پاتې کېږو .

خو د جمعې ورځې بمبارۍ دا وېرې زياتې کړې چې د زړونو او ذهنونو ګټلو جګړه بايلل کېږي .

ښاغلي بېلډ وويل موږ دا جګړه په وژلو نه، بلکې د خلکو په ساتلو او له هغوی سره په مرسته ګټلی شو :

((دا له لومړي سره په پوځي لارو چارو نه شي ګټل کېدی . دا د سولې او په سياسي، اقتصادي او ملکي برخو کې په دولت جوړونې ګټل کېږي. او دلته هغه بېلابېلې وسيلې چې اروپايي ټولنه يې لري ډېرې مهمې دي، او د دغې ژمنتيا د لانورې پياوړتيا لپاره زموږ غېږ هم پرانيستې ده .))

له ٢٠٠٢ کال راهيسې د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو له افغانستان سره په مرسته کې څه د پاسه ١٣ مليارډ ډالره لګولي او د پوليسو روزنې لپاره يې په سل ګونه روزونکي استولي دي .

'د فاسدو چارواکو جيبونه'

خو د بسپنه ورکوونکو ترمنځ همغږي کمه ده، او په دې اړه اندېښنې زياتې شوې چې پيسې د فاسدو افغان چارواکيو جېبونو ته لوېږي .

د سټاکهولم په غونډه کې اروپايي وزيرانو غوښتنه وکړه چې د فساد پر ضد مبارزې، امنيتي ځواکونو پر روزنې او کليوالو سيمو ته، چې د نړۍ ٩٠ سلنه نشه يي توکي په کې توليدېږي، لا زياتو مرستو ته پام پياوړی شي .

له دې سره، خبره تر ډېره پر دې ولاړه ده چې له وروستيو ناندره ييزو ټاکنو وروسته به اوس کله نوی ولسمشر او حکومت کار پيلوي .

د سويډن د بهرنيو چارو وزير ښاغلی (بېلډ) همدا اوس له افغانستان نه ستون شوی دی .

ده وويل په ټاکنو کې د جدي سرغړونو په اړه سل ګونو ادعاوو پلټنه بايد وشي، چې له مخې به يې د ده په وينا بيا د ټاکنو پايلې په پراخ ډول د باور وړ وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت