BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:44 گرينويچ 2009 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندوز: تښتول شوی خبريال لاهم بې درکه دی
کندوز
دغه بهرني خبريال تېره ورځ په کندوز کې له خپل ژباړن سره تښتول شوی دی .
د کندز ولايت چارواکي وايي امنيتي او کشفي ارگانونو ته يې په دغه ولايت کې تيره ورځ د تښتول شوي امريکايي خبريال د ځاى ځايگي د مالومولو لارښوونه کړې، خو تر اوسه يې د څرک په لگولو نه دي بريالي شوي .

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دغه خبريال له خپل افغان ژباړن سره تېره ورځ د هغه ځاى د ليدو لپاره چاردرې ته روان وو چې د ناټو د بمبارۍ په ترڅ کې پکې د ادعاوو له مخې ملکي وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې .

د چاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل بي بي سي ته وويل تښتول شوى امريکايي خبريال د تيرې ورځې تر درېيو بجو پورې په چاردره کې ليدل شوى خو د هغه په وينا وروسته تښتوونکو په نامالوم لورې وړى دى :

((په کندوز کې تر هوايي بريد وروسته خبريالانو له ماسره تماس ونيو، ما ورته وويل که زموږ له امنيتي او کشفي ارګانونو سره د پېښې سيمې ته ځئ، ولاړی شئ او که په انفرادي ډول ځئ نو هېچا ته د تګ اجازه نه ورکوو، ځکه چې ښايي له مشکل سره مخامخ شئ، بل دا چې دغه بهرنی خبريال چې تېره ورځ په دوو بجو له خپل ژباړن سره تللی، نه يې له ولايت او نه له ولسوالۍ او نه له ما نه اجازه اخيستې ده .))

شاغلی عمرخېل وايي دغه خبريال د قاري ذبيح په نامه د طالبانو يوه قوماندان نيولی دی او ګلباغ ته يې بېولی دی .

د تېرې ورځې له درو بجو راهيسې د نوموړي خبريال برخليک موږ ته هم نه دی مالوم، چې چېرته يې بېولی دی .

طالبانو د نوموړي خبريال د تښتولو په اړه نا خبري ښودلې .

ددغې ډلې يوه وياند ذبىح الله مجاهد بي بي سي ته وويل چې سيمه ييزو کسانو يې ورته ويلي خبريال دوى نه دى تښتولى او نه هم ورته مالوم دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت