BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:30 گرينويچ 2009 ,18 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندوز د بريد په اړه د پلټنو نوې پايلې

تښتول شوي ټانکرونه له بريده وروسته
ناټو ځواکونو دوه ا ونۍ مخکې پر دغو ټانکرونو هغه مهال هوايي بريد وکړ چې دسيمې خلک ورته د تېلو د وړلو په موخه راغونډ شوي و.

هغه پلاوى چې تازه له کندوزه کابل ته ستون شوى وايي چې ١٢٠ تنه په کندوز کې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د هوايي بريد پر مهال ټپيان او وژل شويدي .

د پلاوي مشر ميرزامحمد يارمند وايي چې په دغه بريد کې د پام وړ شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي:

((په مجموع کې 69 طالبان وژل شوي 11 نور ټپيان شوي د ي او يو عرب هم د کندوز د استخباراتي ادارې دمعلوماتو پر بنسټ پکې وو.

30 تنه سيمه ييز خلک وژل شوي او نهه تنه يې ټپيان شوي چې ټول ټپيان او وژل شوي ١٢٠ تنه کېږي. ))

ښاغلى يارمند وايي دغه پلټنې يې له سېمه ييزو خلکو سره د خبرو اترو ، د بمبار شوې سيمې د ليدلو ، او هلته د شواهدو د موندلو او د کندوز د استخباراتي سرچينو د پخوانيو او نويو معلوماتو پر بنسټ کړې دي .

ده، وژل شوي ولسي وګړي غريب افغانان وبلل چې د طالبانو لخوا دتېلو د تښتول شويو بندو ټانکرونو څخه د تيلو دترلاسه کولو لپاره په نيمه شپه را وتلي وو.

د را ستانه شوي پلاوي په ريپوټ کې د تېلوپر ټانکرونو شوى بريد نا سم عمل بلل شوى اوله افغان ځواکونو سره د بريد پر نه همغږۍ هم نيوکه شوې ده .

بريد شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د کندوز په چاردرې ولسوالى کې د نيمې شپې پرمهال پر هغو دوو تېلي ټانکرونو وشو چې وسله والو طالبانو له لويې لارې تښتولي وو او د سيند پر غاړه له بندېدو وروسته يې پر سيمه ييزو خلکو د هغو د تېلو د وېشلو هڅه کړې وه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت