کابل کې د جرمني او افغانستان د سل کلنو تاریخي اړیکو په اړه خبرې

د عکس سرچینه، ARG

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین ‌مایر نن 'یکشنبې، اګست ۳۰' په یوه رسمي سفر افغانستان ته رسېدلی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان او جرمني پر سل کلنو تاریخي اړیکو خبرې وکړې.

ښاغلی شتاین مایر په راتلونکې کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه یو ځل تازه کړه او په افغانستان کې يې د خپلو سرتېرو د قربانۍ یادونه هم وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په پرمختګ کي له جرمني سره اړیکي ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې دغه هېواد له تېرو سلو کلونو راهیسې زموږ د هېواد په پرمختګ کي ګټور ګامونه پورته کړی په تېره بیا په تېرو ۱۴ کلونو کې يې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې کړنې کړې دي.

جرمني او افغانستان ترخپل منځ د ستراتيژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی او په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو ګڼل کیږي.

دغه هېواد په افغانستان کي د ایساف ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا څلور زره سرتېري لرل، چې زیاتره یې د هېواد په شمال کې مېشت وو. په افغانستان کې د جرمني ۵۵ سرتېري وژل شوي.

ولسمشر غني وویل، په وروستیو کلونو کې جرمني د افغانستان په اړوند د درو نړیوالو کنفرانسونو کوربه و او د ایساف په چوکاټ کې یې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته کړې ده.

جرمني او افغانستان په ۱۳۹۱ کال د همکاریو دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړ، چې پربنسټ یې جرمني له افغانستان نه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته د لږترلږه ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان د بیارغونې او امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره همکاري جاري ساتي.