''پاکستان کې د شخصي ښوونځیو څښتنان د زرو کانونه لري؟''

پاکستان ښوونځی

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان سترې محکمې هغو شخصي ښوونځیو ته د شل سلنې فېس کمولو امر کړی چې میاشتنی فيس یې له پنځه زره روپیو ډېر دی.

محکمې ویلي، شخصي ښوونځي باید د دوبي رخصتیو د فیس پنځوس سلنه بېرته د زده کونکو کورنیو ته ورکړي او یا یې د راتلونکي په فیسونو کې حساب کړي.

د سترې محکمې حکم کې دغه راز ویل شوي، شخصي ښوونځي نه شي کولای هر کال فیسونو کې له پنځه سلنې زیات ډېروالی راولي او که داسې کوي، له ځانګړې ادارې به اجازه اخلي.

سترې محکمې د عوایدو فدرالي ادارې ته امر کړی چې د شخصي ښوونځیو د تېرو اوو کلونو حساب کتاب محاسبه کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شخصي ښوونځیو زده کونکو مېندو پلرونو له دې مخکې د فیسونو ډېروالي خلاف احتجاج کړی و

محکمې په خپل موقت امر کې ویلي، هېڅ ښوونځی باید و نه تړل شي او که تړل کېږي، قضیه به یې محکمې ته استول کېږي. محکمې د ۲۱ شخصي ښوونځیو حسابي دفترونه هم خپله ولکه کې اخیستي دي.

کله چې ځايي چارواکو محکمې ته وویل، د یو شمېر لویو ښوونځیو مدیران تر اته میلیونو روپیو پورې تنخوا یا معاش اخلي، قاضیانو په حیرانۍ وپوښتل چې ایا دغه خلک د سرو زرو کانونو څښتنان دي او که د یورانیمو؟

له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان شخصي ښوونځیو زده کونکو مېندو، پلرونو د فیسونو زیاتوالي پر ضد احتجاج کړی و او د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف د موضوع څېړنې لپاره کمیټه ټاکلې وه، چې له هغه وروسته د فیسونو زیاتوالي پرېکړه بېرته واخیستل شوه.

د حکومت له مداخلې وروسته تېر کې د فیسونو زیاتوالي پرېکړه بېرته واخیستل شوه
د عکس تشریح، د حکومت له مداخلې وروسته تېر کې د فیسونو زیاتوالي پرېکړه بېرته واخیستل شوه

هغه مهال د اسلام اباد پریس کلب مخکې د هغه احتجاجیانو یوې استازې عالیه اغا ویل:

''د شخصي ښوونځيو څښتنان فکر کوي، د ماشومانو مېندې، پلرونه بانکي ماشینونه دي، هر څومره یې چې زړه غواړي بلونه ورلېږي، موږ میاشتنی فیس ورکوو او بیا کلنی فیس رانه اخیستل کېږي، د دوبي فیس جلا رانه اخیستل کېږي. هر کال د زړو کتابونو بدل کې زرګونه روپۍ ورکوو او د کال پای کې دغه کتابونه بېرته رانه اخیستل کېږي. ''